د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې جرګې د امن موافقې سرغړونې پر سر پر سنیانو او شیعه ګانو جرمانه لګولې ده


په کورمه کې پخوا هم د امنیت او نورو موضوعاتو په اړه جرګې او غونډې شوې دي - پخوانی انځور.
په کورمه کې پخوا هم د امنیت او نورو موضوعاتو په اړه جرګې او غونډې شوې دي - پخوانی انځور.

په کورمه کې یوې پراخې جرګې د ۲۰۰۸ز کال د مري موافقې د سرغړونې په تور پر شیعه او سني ډلو نغدي جرمانه لګولې ده.

د جرګې غړي حاجي نور جف علي اورکزي د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د جرګې ګډونوالو د ډېسېمبر پر ۱۳مه په سدې او بالشخېلو کې د دواړو خواوو له مشرانو سره جلا، جلا ناستې وکړې او په اووه مختلفو سیمو کې یې د خلاف ورزیو پر سر ورباندې د جرمانو لګولو پرېکړه وکړه.

اورکزی وايي، جرمانې یې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د پاړه چینار په ګورنر هاوس کې تر جرګې وروسته د جګړې تیاري لپاره د مورچو جوړولو او په لارو کې پر مساپر وړونکو ګاډو د کاڼو ویشتلو په شکل د عامه نظم او امنیت خرابولو د هڅو په سر لګولې دې.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه چې پکې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

دا لومړی ځل دی چې د هغې موافقې له مخې د پیواړ، خوار کلي، سنګینۍ، سدرې، مقبلو، سدې او کونج علیزیو پر سیمو د سرغړونو په تور له پینځو څخه تر ۱۵ لکو روپیو پورې جرمانې لګېدلې دي.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر نهمه هم په بالشخېلو کې د شیعه ګانو او سنیانو مشرانو د سیمې د امنیت لپاره جرګه کړې وه. هغه جرګه ضلعي انتظامیې وربللې وه ځکه چې له بېلابېلو سیمو څخه د جګړې لپاره د چمتووالي خبرونه راغلي ول.

په کورمه کې سږ کال د سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ څو ځل نښتې وشوې چې مرګژوبله یې واړوله.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو یو مشر منیر حسین اغا د ډېسېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د فیصلې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې جرګې بې له توپیره اقدام وکړ چې دا کار د سیمې د امنیت په ګټه تمامېدای شي.

کورمې ته هغه جرګه د ډېسېمبر پر ۱۰مه تر هغې وروسته ورغلله چې په مختلفو سیمو کې د جګړې تیاري لپاره د مورچو جوړولو او په کاڼو د مساپر وړونکو ګاډو د ویشتلو پېښې وشوې او پر ټولنیزو شبکو د مذهبي کرکې خپرولو ویډیوګانې خپرې شوې.

په سده کې د سنیانو یو مشر ملک عبدالولي خان مشال راډیو ته وویل چې د جرګې پر پرېکړه تحفظات لري ځکه چې دا یې نه دي لیدلي چې د دې ډول کارونو پیل لومړی چا کړی خو په دواړو خواوو جرمانې یو ډول لګول شوې دي دي.

ده وویل چې په جولای کې هم په ضلع کې تر نښتو وروسته موافقه شوې وه چې د هغې د سرغړونې په اړه جرګې تر اوسه فیصله نه ده کړې.

سږ کال په جولای میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفه خواوو د کواټ ډېوېژن د کمېشنر په مشرۍ له اورکزیو، هنګو او کواټه د ورغلې جرګې په هڅو د یو کلن اوربند موافقه وکړه.

په هغه موافقه کې راغلي ول چې د تګ راتګ ټولې لارې به پرانیستې وي او د ناوړه پېښو په صورت کې به خلک له یو بله بدل نه اخلي بلکې حکومت به اقدام کوي.

خو په اکتوبر کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ تر هغې وروسته تازه نښتې وشوې چې د لارو تړلو او غچ اخیستو پر سر له ښکېلو خواوو څخه د ۱۲۰ مېلیونه (۱۲ کروړه) روپیو جرمانه واخیستل شوه.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG