د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله په حمله کې د وژل شویو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی

تازه شو

په کورمه کې د مساپر وړونکو ګاډو یوه قافله پر ټل سړک ولاړه ده - د نومبر دویمې انځور.
په کورمه کې د مساپر وړونکو ګاډو یوه قافله پر ټل سړک ولاړه ده - د نومبر دویمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کوزه کورمه د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله په وسلوال برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي دي.

د سیمې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو ګاډو پر قافله شوې ده.

دی وايي، وسلوالو پر شاوخوا یو وخت د علیزیو او څپري پاټک ترمینځ په مندوریو او د بګن په ډډ کمر کې پر قافلې دوه ځایه برید وکړ.

د پولیسو چارواکی وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په حمله کې د درو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۳۸ تنه وژل شوي، چې ورڅخه یې ۳۴ شیعه ګان او څلور سنیان دي.

یو ځايي مشر ملک دلدار حسین مشال راډیو ته وویل چې د علیزیو او مندوري روغتونونو ته ۴۴ ژوبل کسان لېږدول شوي دي.

نوموړي د پولیسو چارواکي وویل چې په قافله کې شاوخوا ۲۰۰ ګاډي شامل ول.

حسین وویل چې په هغو ګاډو کې تر ۷۰۰ پورې مساپر سپاره ول نو ځکه د مرګژوبلې د شمېر زیاتېدو وېره ده.

د پولیسو یو بل لوړپوړي چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل شاوخوا ۲۵ ګاډي تر حملې لاندې راغلي دي.

چارواکي وايي، پاتې ګاډي د پېښې له ځایه خوندي ټل ته تللي دي.

د پولیسو چارواکي دا هم وویل چې پولیسو قافله بدرګه کوله چې وسلوالو حمله وکړه نو هغوی هم ځوابي ډزې وکړې.

هغه وايي، ځینو خلکو د حملې پر مهال له ګاډو منډې کړې او په نېږدې پټیو او د خلکو په کورونو کې یې پناه واخیسته.

چارواکی زیاتوي چې پولیسو وروسته ۶۰ تنه وژغورل او خوندي یې تاڼې ته انتقال کړل.

پر مساپر لېږدوونکو ګاډو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:50 0:00

دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د نومبر پر ۲۰مه د کورمې د بګن د وتېزیو او خدایدادخېلو (خویدادخېل هم بلل کېږي) په سلګونو وګړو د امنیت لپاره احتجاجي لاریون او مظاهره وکړه.

احتجاجیانو د نومبر پر ۲۰مه له څپري پاټکه تر ډډکمر پورې تر لاریون وروسته په بګن کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) د امنيتي پوستې مخې ته تر دوو ساعتونو پرلت هم وهلی وو.

حکومت او امنیتي ځواکونو لا د ځايي ولس د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې يې د امنیت ټینګولو لپاره یوشمېر اقدامات کړي دي.

په کورمه کې تازه کړکېچ تر هغه وروسته پیل شو چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لوري روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پیواړ دوه کسان ووژل شول او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوه.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د ګاډو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. پر هم هغه ورځ وسلوالو د کونج عليزیوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

ترهغو حملو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور تنه ووژل او اته ژوبل شول. د دې له کبله په سیمه کې وضعیت لا ترینګلی شو.

د هغو پېښو له وجې په کورمه کې لويې لارې وتړل شوې چې د پرانیستو لپاره یې په پاړه چینار کې ځايي ولس د اکتوبر له ۳۱مې احتجاجي پرلت وهلی وو.

د نومبر پر دویمه حکومت ۲۲ ورځې وروسته په لومړي ځل د ټل او پاړه چینار لاره تر حکومتي څار لاندې پرانیسته او د کاروان په شکل کې ځینې ګاډي، چې پکې مساپر، خوراکي توکي، دواګانې او نور لازمي توکي ول، محاصره شویو سیمو ته ورسول.

د سیمې خلکو د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.

بلخوا له ولسي مشرانو د جوړې سرکاري جرګې غړی ابن علي مشال راډیو ته ویلي ول چې د شخړو تر هواري پورې له ټولو خواوو سره خبرو ته دوام ورکوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG