د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په ۲۲ ورځو کې په لومړي ځل د ټل او پاړه چینار پر لاره تر حکومتي څار لاندې د ګاډو قافلې تېرې شوې دي.
هغه او نورې عمومي او لویې لارې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه حمله کې د درو کسانو تر ژوبلېدو او بیا د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله په برید کې د ۱۷ کسانو تر وژل کېدو وروسته وتړل شوې. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې دویم برید د لومړي هغه په غبرګون کې شوی وو.
ترهغو حملو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور تنه ووژل او اته ژوبل شول. د دې له کبله په سیمه کې وضعیت لا ترینګلی شو.
د لارو بندېدو پر ضد په پاړه چینار کې خلکو د اکتوبر له ۳۱مې راهیسې احتجاجي پرلت وهلی دی.
د شاه دولتخېلو لایق حسین د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دویمه د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.
انتظاميې د نومبر پر دویمه د سهار له ۱۱ څخه تر ماسپښین دوو بجو پورې له پاړه چیناره د شورکو پر لاره تر علیزیو او بیا له هغه ځایه تر ټل پورې د شاوخوا ۱۰۰ مساپر لېږدوونکو ګاډو د امنیت لپاره ځانګړي اقدامات کړي ول.
په همدې حال کې له ټله تر پاړه چیناره بیا د مساپرو او سامانونو لېږد لپاره د ۵۰ ګاډو قافله ولاړه.
د پاړه چینار سوداګر حاجي نذیر احمد ځايي رسنیو ته ویلي دي چې که لاره په سمدستي ډول بشپړه نه پرانیستل کېږي نو بیا دې حکومت هر ورځ قافلې ولېږدوي او د شورکو پر ځای دی د سدې مرکزي سړک وکاروي.
په همدې حال کې په سیمه کې د وضعیت ښه کولو لپاره حکومتي جرګې له څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې له شیعه او سني مشرانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی. د همدې له وجې د نومبر پر دویمه پر ټل - پاړه چینار سړک د ګاډو قافلې تېرې شوې.
د سرکاري جرګې غړی ابن علي وايي چې د شخړو تر هواري پورې خبرو ته دوام ورکوي.
په سیمه کې په دایمي توګه د لارو پرانیستو پر مخ تر ټولو لوی خنډ حکومت ته د هغو مطلوبو کسانو نه سپارل دي چې د اکتوبر پر ۱۷مه په حمله کې ککړ بلل کېږي. په دې لړ کې ځايي خلکو د شیعه ګانو مشرانو ته د شینګک، نستي کوټ او کونج علیزیو د څه باندې ۱۰۰ کسانو نوملړ وړاندې کړی دی.
حکومتي سرتېرو هغه درېواړه سیمې محاصره کړې دي او هلته یې تر ۱۰۰ پورې مشکوک کسان هم نیولي دي خو ځايي خلک وايي چې اصلي ملزمان نه دي ګرفتار شوي.
په همدې حال کې پوځ د نومبر پر لومړۍ د ورکړي فهرست له مخې له نهو انتهايي مطلوبو کسانو څخه د مشهود علي په نوم د یو کس د نیولو خبر ورکړی دی.
د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جاوېد الله مسید د لېسټ سپارلو پر وخت ځايي مشرانو ته په وینا کې وویل چې پر ځای د دې چې حکومت د هغو کسانو د نیولو لپاره کاروايي پیل کړي، ټول مطلوب وګړي دې خپله ځان حکومت ته وسپاري.
د اهل تشیع د سازمان انجمن حسینیه یو مشر جلال حسېن بنګښ د نومبر په لومړۍ نېټه په پاړه چینار کې خبري غونډې ته وویل، پر مساپرو شوی حمله غندي بلکې د ککړو کسانو د نیولو لپاره د حکومت مرسته هم کوي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.