د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې وتېزیو قبیلې له حکومته غوښتي چې سیمه کې دې د عملیاتو له پرېکړې په شا شي


د کورمي په بګن کې د پوځي عملياتو پر ضد ځايي کسان احتجاجي مظاهره کوي ـ انځور له ارشيفه
د کورمي په بګن کې د پوځي عملياتو پر ضد ځايي کسان احتجاجي مظاهره کوي ـ انځور له ارشيفه

د کورمې د وتېزیو قبیلې مشرانو له حکومته غوښتي چې د هغوی په سیمو کې دې د عملیاتو پیلولو پرېکړه بېرته واخلي.

د مندوریو کوثر عالم اورکزي د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې یې "شپږ ځلې عملیات" وشول چې پکې ولسي خلکو ته زیانونه واوښتل خو د هغه په وينا، نوره ګټه یې و نه کړه.

ده وویل، چارواکو په وروستیو کې په "کونډلي بابا سیمه" کې خلکو ته ته وویل چې "تاسو د دوه، درو ساعتونو لپاره وځئ، موږ په سیمه کې د لټون عملیات کوو چې دا سیمه له وسلوالو پاکه کړو. کله چې خلک ووتل نو د هغوی کورونو ته یې بمونه کښېښودل او بمباري یې ورباندې وکړه."

اورکزی زیاتوي، چارواکو اوس "د کوزې کورمې بګن، اوچت، مندوریو، ډډ کمر او خوا و شا سیمو خلکو ته له کورونو د وتلو ویلي خو هغوی اندېښمن دي چې د لټون د عملیاتو په نوم به یې کورونه ړنګ کړل شي."

چارواکو لا د وتېزیو قبیلې د غوښتنې او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو دریځ لري چې د امنیت لپاره په سیمه کې عملیات اړین دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وتېزیو قبیلې د یوشمېر سیمو خلکو ته تر عملیاتو مخکې له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره درې ورځنی حکومتي مهلت (ضرب الاجل) د مارچ پر ۱۹مه پای ته ورسېد.

د عملياتو پرېکړه

حکومت په هغو سيمو کې د عملياتو پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې د فبرورۍ پر ۱۷مه وسلوالو د کوزې کورمې په مندوریو کې پاړه چینار ته پر لاره د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافله برید وکړ.

پولیس وايي، هغه قافله د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې روانه وه او په حمله کې د پینځو سرتېرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.

د پولیسو چارواکي وايي، امنیتی ځواکونو په هغو سیمو کې محدود او هدفي عملیات کړي خو اوس غواړي چې سيمه مکمله له وسلوالو پاکه کړي او د تګ راتګ لارې په بشپړ ډول د ولس او ګاډو د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړي.

د کورمې د وتېزیو قبیلي مشرانو تر دې وړاندې هم د هغوی په سيمو کې احتمالي پوځي عملیات رد کړي دي. د سیمې یو ولسي مشر صاحب شاه د فبرورۍ پر ۱۹مه په بګن کې مظاهرې ته وویل، د خپل "پلار او نیکه" پر خاوره پراته دي او په هېڅ صورت خپل "کلي او کورونه نه پرېږدي."

ده وویل، حکومت ورته د اوښتو تاوانونو پوره کولو پر ځای عملیات کول غواړي چې ولس یې ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.

د کورمې اوسېدونکي: د سولې موافقه دې ژر عملي شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:16 0:00

د کورمې حالات

په کورمه کې د ناامنۍ له وجې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.

په کورمه کې په تېرو میاشتو کې پر مال لېږدوونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته.

د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په وروستیو کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سيمه کې پر امنیت خبرې کړې وې. د جنورۍ په پیل کې سرکاري جرګې د شیعه او سني مشرانو ترمینځ د سولې موافقه کړې وه خو پر دې سربېره ترېنګتیا دوام لري.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG