د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتین لکي مروتو کې د پي ټي اېم د یو ځايي مشر او د پولیسو سرتېري وژنه غندلې


پولیس په لکي مروتو کې له پوستې سره نېږدې پهره کوي - پخوانی انځور.
پولیس په لکي مروتو کې له پوستې سره نېږدې پهره کوي - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې د غورځنګ د ځايي مخکښ او د هغه د ورور وژنه غندلې ده.

پشتین د سېپټېمبر پر اتمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د دې ډول پېښو په اړه غلی نه پاتې کېږي.

ده وویل، "د صفي الله خان او نوید [الله] خان مروت کورنۍ موږ پېژنو. ډېر ننګیالي او پښتونپال خلک دي."

پشتین زیاته کړه چې د هغو دوو وروڼو وژنه "ټولو پښتنو لپاره لویه غمجنه پېښه ده" او پي ټي اېم یې عاملین نه بخښي.

د پي ټي اېم مشر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پولیسو د سېپټېمبر پر اوومه وویل چې وسلوالو په لکي مروتو کې وسلوالو یو پولیس او د هغه ورور وژلی دی.

د لکي مروتو د ښار یا سېټي تاڼې چارواکو مشال راډیو ته د ابتدايي تحقیقاتي رپورټ (اېف ای ار) نقل استولی دی چې پکې لیکل شوي چې وسلوال پر موټرسایکل سپاره ول او د سېپټېمبر پر اوومه یې تر ماخوستن لمانځه وروسته صفي الله او نوید الله په اباخېلو کې د کور مخې ته وویشتل.

ځايي خلک او د پولیسو رپورټ وايي چې صفي الله د پولیسو سرتېری وو او د هغه بل ورور نوید الله د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ځايي رابطه کار وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې نویدالله یې په اباخېلو کې ځايي مشر وو چې د امن لپاره یې په بېلابېلو مظاهرو کې ګډون کاوه او له همدې وجې وژل شوی دی.

د پي ټي اېم یو بل مخکښ حنیف پشتین پر فېسبوک لیکلي، "دا ظالمانه او غیر انساني عمل غندي چې له کلونو راهیسې د هغو پښتنو د وژنې لپاره روان دی چې د پښتنو د حق خبره کوي."

د پولیسو رپورټ وايي چې د وژل شویو بل ورور شفقت الله تاڼېدار یا اېس اېچ او دی چې وسلوالو ورته پخوا ګواښونه او حملې کړې دي.

پولیس وايي چې د هغوی بل ورور کلیم الله هم څه موده مخکې په یو وسلوال برید کې وژل شوی وو.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

البته پولیس وايي چې د سېپټېمبر پر شپږمه یې په لکي مروتو کې د عملیاتو پر مهال د مولانا محمد غلام په نوم د وسلوالو یو قومندان وژلی وو چې تر هغې وروسته وسلوالو پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې خپلو غړو ته د هغه د وژنې غچ اخیستو لپاره پر پولیسو د حملو امر کړی دی. په هغو عملیاتو کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی وو.

په تېرو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې دي. د سېپټېمبر پر شپږمه وسلوالو په بنو کې وسلوالو په دوو حملو کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس سرتېری وژلی وو او د بکاخېلو تاڼېدار یې تښتولی وو.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې "۵۹ ترهګر بریدونه شوي" چې ورڅخه یې "۲۹ په خیبر پښتونخوا،" "۲۸ په بلوچستان" او "دوه په پنجاب" کې ترسره شوي ول.

راپور وايي چې په هغو حملو کې ټول ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل شوي ول.

خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر وايي چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د تېرې یوې میاشت په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پر مهال یې د یو مهم قومندان په ګډون ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

جنرال احمد شریف چودري زیاته کړه چې د پاکستان پوځ د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG