د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د چمن ولس افغانستان ته د تګ راتګ لپاره پاسپورټ نه مني


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی یوې غونډې ته د وینا پرمهال - پخوانی انځور
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی یوې غونډې ته د وینا پرمهال - پخوانی انځور

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د چمن ولس په عمومي ډول د پاسپورټ خلاف نه دی بلکې یوازې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدل نه مني.

نوموړي په داسې حال کې د جون پر ۲۰مه چمن ته ولاړ چې د جون پر ۲۱مه هلته د پرلت اته میاشتې پوره شوې.

اڅکزي پرلت ته په وینا کې وویل چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره پر پوله د تجارت لپاره نورې لارې هم پرانیزي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په وروستیو کې په چمن کې د پرلتوالو پر ګرفتارولو او هلته د اخ و ډب او تاوتریخوالي پر پېښو انتقاد وکړ. "د بل په کور ننوتل، د مځکې نیول، د بل حق نیول، دا ظلم دی دا به نه کوو."

نوموړي وویل، داسې نه شي کېدای چې د ډېورنډ کرښې یوې خوا ته پراته خلک دې بلې غاړې ته پرتو خپلو ځمکو او خپلوانو ته په پاسپورټ او ویزه ورشي.

اڅکزي وویل چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره ټولې لارې خلاصې کړي او پر ټولو دې د ټیکس اخیستلو انتظام وکړي، خلک به مالیه ورکوي.

د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومتونو د اڅکزي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې یې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختمولو په اړه د پرلتوالو غوښتنه رد کړې ده.

البته د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د جون پر ۱۹مه په ګوادر کې یوې غونډې ته وویل چې د بلوچستان په سرحدي سیمې کې د ځوانانو لپاره د روزګار نوې لارې لټوي.

نوموړي ویلي چې حکومت یې د صوبې ۳۰،۰۰۰ ځوانانو ته د هنرونو او کسبونو ورزده کولو او بیا یې د روزګار لپاره نورو هېوادونو ته لېږدولو پلان لري.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبرپه پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

خو د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په بیا بیا ویلي ول چې د قانوني سفري اسنادو له شرطه نه په شا کېږي او دا چې دا کار د ملي امنیت په ګټه دی.

د چمن پرلت له اتو میاشتو تېرېدو وروسته اوس په څه حالت کې دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

د حکومت او پرلتوالو مذاکرات

د حکومت او پرلتوالو ترمینځ په وار وار مذاکرات شوي دي خو هر ځل بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

په دې لړ کې وروستی هڅه د مې پر ۱۳مه وشوه او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو او د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي له پرلتوالو سره خبرې وکړې.

اڅکزي هغه مهال ويلي ول چې د احتجاجیانو وړانديزونه به د صوبې اعلا وزير ته رسوي. نوموړي د مې پر ۱۳مه د امريکا غږ ډيوه راډيو ته ويلي ول چې دا مسله په داسې طریقه هوارول غواړي چې ریاست او پرلتوال دواړه تاوان و نه کړي.

د هغه وینا وه چې سرحدي چارې له وفاقي حکومت سره تړلې دي خو دوی هڅه کوي چې له اړوندو چارواکو سره په دې تړاو خبرې وکړي او داسې حل یې ولټوی چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.

خو د چمن پرلتوالو مشران وايي چې تر هغو چې حکومت د ځايي خلکو لپاره له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه وي ختم کړی، احتجاج ته دوام ورکوي.

د پرلتوالو خلاف عمليات او د هغوی ګرفتاري

د پرلتوالو په وینا، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو په چمن کې د هغوی پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو کې يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.

هغه مهال د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي ول چې دا تور یې پرضد دسيسه ده او ادعا يې کړې وه چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه وو وړاندې کړی.

پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې وه او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک وداني د احتجاج په توګه تړلې ول. هغوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.

تر هغې وروسته، د چمن چارواکو ويلي ول چې د جون پر څلورمه شپې مهال د ملېشه ځواک سرتېرو په عملیاتو کې د چمن پرلتوالو له خوا د چمن او کوټې ترمینځ تړلې لاره خلاصه کړه.

چارواکو زياته کړې وه چې ملېشه ځواک د لارې خلاصولو پر مهال اوښکي بهوونکی ګيس استعمال کړ او ځينې احتجاج کوونکي يې هم ونيول.

پرلتوال وايي چې د چمن مرستيال کمېشنر راجا اطهر عباس پر همهغه شپه د پرلت اووه مشران د خبرو لپاره خپل دفتر ته ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.

خو عباس ادعا کړې وه چې د خبرو پر مهال د پرلت ځینو غړو ورباندې بريد وکړ خو د نوموړي په خبره، هغه ته څه ډول زيان نه وو اوښتی. البته هغه د دې دعوې د تصديق لپاره ثبوت وړاندې نه کړ.

وروسته پرلتوالو په چمن کې د پرلت د مشر غوث الله او وياند صادق اڅکزي په ګډون د پرلت کمېټۍ د نيول شويو مشرانو د خوشې کولو لپاره احتجاج پيل کړ.

د چمن پرلت کمېټې يو مشر ولسيار خان مشال راډيو ته وویل چې د جون پر شپږمه او اوومه د چمن سرحدي ځواک سرتېرو پر احتجاجیانو ډزې وکړې چې پکې یې تر ۴۰ زيات پرلتوال ژوبل کړل.

خو د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ويلي ول چې د تاوتریخوالي په هغو پېښو کې ۱۵ احتجاج کونکي او ۱۷ امنیتي سرتېري، چې پولیس او لیویز په کې شامل دي، ژوبل شوي ول.

د چمن د پرلت لسګونه ژوبل غړي د چمن او کوټې روغتونونه ته ولېږدول. بلخوا امنيتي ځواکونو يوشمېر نور پرلتوال هم ګرفتاره کړل چې لا هم نه دې خوشې شوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG