د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې پارېدلو کسانو یو سړی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وژلی دی


پولیس وايي پارېدلو کسانو په تاڼې برید وکړ او ورته یې اور واچاوه - د جون ۲۰مې انځور.
پولیس وايي پارېدلو کسانو په تاڼې برید وکړ او ورته یې اور واچاوه - د جون ۲۰مې انځور.

پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا په سوات کې پارېدلو کسانو یو سړی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وژلی دی.

د سوات د پولیسو مشر ډاکتر زاهد الله مشال راډیو او نورو رسنیو ته وویل چې پېښه د جون پر ۲۰مه په مدین کې شوې ده.

ده وویل چې هغه سړی د پنجاب د سیالکوټ اوسېدونکی وو چې سوات ته په چکر تللی وو.

زاهد الله زیاته کړه چې پولیسو هغه سړی له خلکو ژغوره چې هغوی پر تاڼې برید وکړ او ورته یې اور واچاوه.

یو ځايي خبریال احسان الله مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر خلکو هغه سړی د اسلامي مقدساتو په سپکاوي تورن کړ او ورسره یې جګړه پیل کړه چې پولیسو ورڅخه خلاص کړ او تاڼې ته یې انتقال کړ.

د ده په وینا، تر هغې وروسته په مدین کې په لاوډسپیکرونو اعلانونه وشول چې پولیسو د "دیني مقدساتو سپکاوی کوونکی" ژغورلی دی.

احسان الله وايي، تر اعلانونو وروسته ګڼ خلک په تاڼې ورغلل چې پر مهال یې په اخ او ډب او د پولیسو په ډزو کې یوشمېر کسان ژوبل شول.

دی وايي، وروسته پارېدلو کسانو د تاڼې ور (دروازه) مات کړ، ودانۍ ته داخل شول، پر هغه سړي یې تېل واچول او و یې سوځاوه.

احسان الله زیاتوي چې بلوه ګرو د پولیسو درې ګاډي هم وسوځول او د تاڼې ودانۍ ته یې اور واچاوه.

ځايي اوسېدونکي دعوه کوي چې ۱۱ تنه د پولیسو په ډزو کې ژوبل شوي دي خو پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي او روغتیايي چارواکي وايي چې درې ژوبل کسان د سیدو شریف روغتون او نور یې د مدین روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي چې ګڼ پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي او انتظامیې د وضعیت کنټرولولو لپاره د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړې چې ورسره سم، د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، غونډو او جلسو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلو پر ګرځولو بندیز لګېدلی دی.

ځايي چارواکي او خبریالان وايي چې پولیسو د مدین بازار تړلی او پکې یې د ګاډو تګ راتګ بند کړی دی.

چارواکي وايي پېښه د جون پر ۲۰مه د سوات په مدین کې شوې ده.
چارواکي وايي پېښه د جون پر ۲۰مه د سوات په مدین کې شوې ده.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د روان کال د مې پر ۲۵مه د پنجاب په سرګودا (سرګودها) کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور یو مسیحي وګړی وواهه او ژوبل یې کړ او وروسته یې د هغه د کورنۍ د بوټانو جوړولو کارخانې ته اور واچاوه.

د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د پنجاب په جړاوالا سیمه کې مذهب ته د توهین تر ګنګوسو وروسته لسګونه پارېدلو کسانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه وکړل او تاوانونه یې واړول.

د هم هغه کال د مې پر شپږمه د مردان په ساولډېر کې پارېدلو کسانو د نګار عالم په نوم یو ملا وواژه.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومتونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG