د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د منظور پشتین د ضمانت پر درخواست اورېدنه د ډېسېمبر تر ۲۵مې ځنډولې ده


منظور پشتین په ټانک کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
منظور پشتین په ټانک کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتین د ضمانت پر غوښتنلیک اورېدنه د ډېسېمبر تر ۲۵مې نېټې پورې ځنډولې ده.

د نوموړي یو وکیل اېمل خان مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې ټاکل شوې وه چې عدالت د ډېسېمبر پر ۱۸مه د پشتین د ضمانت درخواست په اړه دلیلونه واوري او د دې لپاره د پشتین وکیلان له سهار راهیسې په عدالت کې منتظر ول، خو قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنین د تحریک انصاف د بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پرضد د دولتي رازونو د افشا کولو قضیې اورېدنې لپاره د اډیالې زندان ته ولاړ.

ذوالقرنین د خان او قریشي پرضد د مقدمې لپاره د ځانګړي عدالت قاضي دنده هم پر مخ وړي.

مندوخېل زیاتوي، څه وخت وروسته ورته د عدالت عملې وویل چې د پشتین د درخواست اورېدنه تر یوې اوونې پورې ځنډوي او اوس به یې د ډېسېمبر پر ۲۵مه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پشتین د ډېسېمبر له ۱۴مې راهیسې د دوو اوونیو لپاره په عدالتي تحویل (جوډیشل رېمانډ) کې د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې دی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

پشتین تر دې مخکې د ډېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې يو عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د اووه ورځنیو پلټنو په موخه پولیسو ته سپارل شوی وو.

د منظور پشتين وکيل مصدق خټک هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې پر پشتین تور دی چې د روان کال د اګست پر ۱۸مه له اسلام اباد سره نېږدې په ترنول سيمه کې یې جلسې ته د وينا پر مهال "د رياست ضد خبرې" کړې وې.

خو هغه زیاته کړه چې عدالت ته يې وويل چې تش په تقريرونو څوک پوليس ته په جسماني رېمانډ نه شي سپارل کېدای.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د منظور پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې ده چې د ده ساتونکو پر پوليسو ډزې کړې دي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د اطلاعاتو يو مسوول اغا زبیر شاه د ډېسېمبر پر څلورمه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دا تور رد کړ او و یې ویل چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې دي.

هغه مشال راډیو ته وویل چې د پشتين موټر "اته، نهه ډزه" لګېدلی دی. د چمن د انتظامي مشر زوهېب کبزي په وینا، پشتين د ډېسېمبر پر شپږمه د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی وو.

د غورځنګ غړو او پلویانو د د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د ډېسېمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي ول خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښوول شول او ځينې يې پوليسو ونيول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ډېسېمبر پر پينځمه پر حکومت غږ وکړ چې د غورځنګ د مشرانو پر ضد دې ریاست دا ډول چلند ودروي.

پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی. پاکستانيو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

پشتين دريځ لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي. پي ټي اېم داراز وايي چې هغوی د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG