د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د پښتون قامي عدالت په نوم جرګه نن رسماً پیل شوه


په خیبر کې "د پښتنو قامي جرګه" رسماً پیل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

په خیبر کې "د پښتنو قامي جرګه" د اکتوبر پر ۱۲مه رسماً پیل شوه.

په خیبر کې د پښتنو قامي عدالت جرګه په داسې حال کې رسما پیل شوه چې لسګونه زره کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ کې سره راټول دي.

دوی د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان له نورو صوبو او برخو د قافلو په بڼه پېښور ته رسېدلې دي او په دې قامي جرګه کې برخه اخلي.

د جرګې په ځای کې د مشال راډیو خبریال وسیم سجاد وايي، د جرګې پرانیستونکې وینا منظور پښتین وکړه او ورپسې ملک نصیر احمد کوکي خېل جرګې ته وینا وکړه. د مشال راډیو خبریال وايي د جرګې په ځای کې په لګېدلي لوی سکرین معلومات له خلکو سره شریکېږي.

منظور پښتین د جرګې پرانیستونکې وینا په یوه برخه کې وویل: "له ۶۷۰۰ نه زیات کسان مو ورک دي، دا کسان بیخي ورک دي چې له موږ سره یې ریکارډ شته دی. خلک دلته له ډېرو هیلو سره راغلي دي نو ترڅو چې یوې نتیجې ته سره نه یو رسېدلي، دلته نه به نه ځو."

نوموړي وویل، جنګونو پښتانه تر دې حده بدمرغه کړي دي چې ماشومان بې پلاره او مېرمنې بې سرپرسته پاتې شوې دي. هغه وویل، پښتانه چې د کوم جنګ سره لاس او ګرېوان دی، هغه جنګ لا تر اوسه ختم شوی نه دی نو په همدې موخه یې دا جرګه جوړه کړې چې پښتانه د یو بل جنګ نه څنګه خوندي وساتل شي.

پي ټي اېم پخوا ویلي ول چې د پښتون قامي عدالت جرګه به د اکتوبر پر ۱۱مه پیلېږي خو د امنیتي او انتظامي ستونزو او د پولیسو د خنډ او په ډزو د درو کسانو له وژل کېدو او له لسو نورو تر ژوبلېدو وروسته د جرګې پیل یوه ورځ وځنډېد او نن د اکتوبر پر ۱۲مه رسما شروع شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر ذکیم وزیر مشال راډیو ته وویل چې د جرګې په ځای کې ۸۰ خېمې لګول شوې دي او پر هغې سربېره دوه نورې لویې مرکزي کېږدۍ دي چې هلته مشران ناست دی او منظور پښتین هم هلته ورسره دی.

په جرګه کې په لسګونو تعداد کې مېرمنې هم شاملې دي چې پکې د عصمت شاه جهان، حسینه ګل، جمایمه اپریدۍ او وړانګې لوڼۍ نومونه د یادولو وړ دي.

د اکتوبر پر ۱۲مه د بیلابیلو ګوندونو یو شمېر مشران هم د جرګې ځای ته ورغلي وو چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د میا افتخار حسین، اېمل ولي خان او نثار باز، د جماعت اسلامی ګوند د سېنېټر مشتاق، د پاکستان پیپلز ګوند د احمد کریم کنډي او د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مولانا عطاالخق نومونه د یادولو وړ دي.

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اکتوبر ۱۱مې په شپه ناوخته د خيبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې لپاره راټولو شویو خلکو ته په خپله وينا کې وويل،‌ که څه هم ټاکل شوې وه چې د پښتون قامی عدالت په نوم جرګه به د اکتوبر پر ۱۱مه پيل شي، خو د هغه په خبره په تېرو څو ورځو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا خیبر کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پرله پسې بریدونو، د سامان سوځولو او نورو سامانونو ته د ورړلو اجازې نه ورکولو له کبله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه. "د د ې جرګې په انتظاماتو بريد کې ملګري شهيدان شول نو ځکه جرګه له ځنډ سره مخ شوه."

البته منظور پشتين وويل چې د جرګې انتظامات تقریبا بشپړ شوي دي او د پي ټي اېم غړي او فعالان به شپې مهال هم خپل کار ته دوام ورکوي. د ده په خبره د ۱۱ او ۱۲ اکتوبر د جرګې برخه به نن په يوه ورځ کوي.

غورځنګ د جرګې لپاره پر اېکس پاڼه د منظور پښتین جرګې ته د وینا یوه برخه خپره کړې چې پکې نوموړی د خیبر د خلکو او په جرګه کې د ګډونوالو او سیاسي مشرانو مننه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پي ټي اېم وايي چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله، خیمې او د جرګې د انتظام لپاره یې نور شیان لیرې کړل او میدان یې ونیوه.

غورځنګ پولیس تورنوي چې د اکتوبر په نهمه يې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د هغوی پر غړو او فعالانو ډزو کې پینځه کسان ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل کړل.

غورځنګ وايي چې پوليسو د هغوی په سلګونه غړي هم نيولي دي. پولیسو او انتظامي چارواکو لا د پي ټي اېم د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د خيبر پښتونخوا اعلاوزير د پي ټي اېم پر غړو د بريد غندنه کړې وه.

دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۱مه د جرګې میدان ته ولاړ. دا راز د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي هم د جرګې د میدان لیدنه کړې. د دې ترڅنګ د ګڼو سیاسي ګوندونو مشران هم د جرګې میدان ته ورغلل. د جرګې په میدان کې د بېلا بېلو ضلعو د خلکو او سیاسي ګوندونو لپاره خېمې لګول شوې دي.

ګنډه پور په خيبر کې د پښتنو قامي جرګې ته ورغلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.

پي ټي اېم حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو بندیز وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي،‌ خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته له بېلابېلو سیمو د ولسونو دومره خلک ورغلي چې ۸۰۰ جریبه ځمکه ورته کمه شوې او دوی ته یې انتظامي چارې سختې کړې دي. منظور پښتين د اکتوبر په ۱۱مه پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې تر اوسه یوازې ۴۰ فيصده ولسي قافلې رسېدلې دي او نورې لا په لاره دي.

نوموړي زیاته کړې چې د خیبر د ولسونو له ۳۰۰۰ ډېرې حجرې له مېلمنو ډکې دي، او اړتیا ده چې د پېښور ولسونه هم خپلې حجرې مېلمنو ته وقف کړي.‌

منظور پښتن لیکلي چې د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت هم ۶۰۰ خیمې د مېلمنو د انتظام لپاره جرګې ته حواله کړې دي. نوموړي له ولسونو غوښتي چې د اکتوبر پر ۱۳مه د جرګې د وروستۍ ورځې اعلامیې ته ځانونه ور ورسوي، ځکه له اندازې د زیاتو ولسونو په منځ کې "مشرانو ته جرګه کولو او منتظمینو ته انتظام کولو کې مشکل جوړیږي." پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د پښتون قامي عدالت په نوم په دې درې ورځنۍ جرګه کې به په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG