د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو تن وژلی دی


په شمالي وزیرستان کې مرستندویه کارکوونکي د یو برید ښکار شوي روغتون ته لېږدوي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې مرستندویه کارکوونکي د یو برید ښکار شوي روغتون ته لېږدوي ـ پخوانی انځور.

پولیس وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې وسلوالو په برید کې یو کس وژلی دی.

د میرامشا تاڼې یو چارواکي محمد عمر خان مشال رېډیو ته وویل چې د مارچ پر ۱۴مه وسلوالو په سپلګه سیمه کې یو ځايي وګړی ملول خان وژلی دی.

د برید ذمه واري چا نه دا منلې خو پولیس وايي چې پلټنې کوي.

د مشال راډیو د غونډو کړو ارقامو له مخې له تازه پېښې سره په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

د مارچ پر اتمه وسلوالو د میرلي په هرمز اډه کې یو ځايي مشر ملک ابراهیم وویشت. د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه منلې خو پولیسو یې مقدمه دایره کړې ده او پلټنې روانې دي.

د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په میرلي او پر دویمه د میرامشا په نغر کلي کې دوه ځايي وګړي وژل شوي ول. تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه په میرلي کې پینځه تنه وژل شوي ول چې جسدونه یې په میرلي بازار کې د یو ښوونځي مخې ته پراته ول.

د جنوري پر ۱۰مه، د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د شمالي وزيرستان د پي کې ۱۰۴مې حلقې څوکۍ ته خپلواک احتمالي نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ټولو بريدونه ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې دا ډول حملې روانې دي چې پکې ګڼو ولسي مشرانو، سرکاري کارکوونکو، امنیتي او پولیس سرتېري، سیاستوالان، دیني عالمان او فعالان وژل شوي دي.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي وګړي، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د ناامنیو ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

د اتمانزیو جرګې د ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې په سيمه کې د امنیت ټېنګښت او هدفي وژنو د مخنيوي لپاره احتجاجونه وکړل او د روان کال د فبرورۍ په پای کې یې وویل چې پوځ ورته د سیمې د امنیت ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په سیمه کې په دوو پېښو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان ده. خو هلته له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې یوشمېر نورې وسلوالې ډلې هم شته چې چارواکي یې په هدفي او نورو حملو او داراز، په جرمونو کې ککړې بولي.

XS
SM
MD
LG