د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په باجوړ کې د ۹ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده

تازه شو

د پاکستان د پوځ سرتېري په باجوړ کې ګزمه کوي - پخوانی انځور
د پاکستان د پوځ سرتېري په باجوړ کې ګزمه کوي - پخوانی انځور

د پاکستان پوځ په باجوړ کېد عملیاتو پر مهال د نهو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې هدفي عملیات یې د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي چې پکې یې وسلې او چوونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

پوځ په بیان کې ویلي دي چې په وژل شویو کې "دوه ځانمرګي بریدګر" او د وسلوالو یو "مهم او مطلوب مشر سید محمد چې د قریشي استاد په نوم هم پېژندل کېده" هم شامل دي.

پوځ دا نه دي ویلي چې عملیات یې د باجوړ په کومه برخه کې کړي دي او دا چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول، خو زیاتوي چې هغوی د "امنیتي ځواکونو او بېګناه ولسي وګړو پرضد په بېشمار ترهګرو فعالیتونو کې ککړ" ول.

کومې وسلوالې ډلې هم لا د پوځ د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې وخت په وخت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو برخو کې د وسلوالو د وژنې دعوې کوي. امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر ۲۱مه په کورمه کې د نښتې پر مهال د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې له دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې خلک یې زښت اندېښمن کړي دي. د سیمې اوسېدونکو وخت په وخت د مظاهرو، لاریونونو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګښت او د باج اخیستنې او هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کړېده.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

XS
SM
MD
LG