د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ځنګله پر سر لانجه کې ۱ سرتېری وژل شوی او ۲ ولسي وګړي ژوبل دي


د خيبر پښتونخوا په کورمه کې امنيتي ځواکونه د لټون عمليت کوي ـ پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې امنيتي ځواکونه د لټون عمليت کوي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ځنګله پر سر د لانجې له وجې په نښته کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د بره کورمې د پولیسو یو چارواکي نجف علي د فبرورۍ پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې له ګېدو سیمې څخه په یو ټرېکټر کې ځینې کسان پر همهغه ورځ له ځنګله د لرګیو وړلو لپاره تللي ول چې نښته وشوه.

نوموړی وايي، کله چې پوځیان د نښتې درولو لپاره ورغلل نو په ډزو کې یو سرتېری ووژل شو.

علي زياتوي، معلومه نه ده چې سرتېرو هم ډزې کړې دي او که نه خو د پیواړ دوه اوسېدونکي په پېښه کې ژوبل شوي دي. د هغه په خبره، اوس حالات کنټرول دي او پلټنې روانې دي.

د پیواړ یو مشر صوبېدار ګلاب حسین مشال راډیو ته وویل چې د هغې سیمې ځینو اوسېدونکو پر ټرېکټر ډزې کړې دي، خو زیاتوي چې دا کار هغوی خپله کړی او د ولس او مشرانو خوښه پکې نه وه شامله.

د ګېدو یو ځايي مشر ملک ګلا خان منګل وايي چې له ځنګله یې لرګي نه وړل بلکې د تعمیراتي چارو لپاره یې له خوړه شګه لېږدوله چې ورباندې برید وشو.

د کورمې د ګېدو منګل د پیواړ له علیزیو سره د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه لري چې پخوا یې هم ترمینځ نښتې شوې دي. په تېرو کلونو کې یوې ځايي جرګې د هغې لانجې د هواري لپاره لسګونه ناستې کړې دي خو لا یې حل نه دی موندلی.

هلته د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د ځمکو لانجو پر سر په یوشمېر سیمو کې نښتې پیل شوې چې تر شپږو ورځو پورې روانې وې خو وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه وکړه. چارواکي وايي، په نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، په ۲۰۲۱ز کال کې د ګېدو منګل او د پیواړ علیزیو ترمينځ د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان ووژل شول او ۱۵ ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړی دی.

خو دا یوازې کورمه نه ده بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي سیمو کې هم په تېرو کلونو کې د ځمکو لانجو پر سر خونړۍ نښتې شوې دي او پر حکومتي هڅو سربېره زیاتره لانجې لا هم نه دي هوارې شوې.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر دې مخکې هغو سیمو ځانګړی اییني حیثیت لاره. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د زیاتره شریکو یا شاملاتي ځمکو، ځنګلونو او غرونو بریدونه معلوم نه دي چې له کبله یې د ولسونو ترمینځ تاوتریخوالی کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي د ځمکو پر سر د لانجو هوارولو هڅې کوي او په قبایلي ضلعو کې یې د ځمکو د رجسټر کولو پروژې پیل کړي دي. د امریکا نړیواله اداره (یو اېس اې ای ډي) هم په دې لړ کې له حکومت سره مرسته کوي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د ۲۰۲۳ز کال په جولای مياشت کې وويل چې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته د پینځه مېلیونه امریکايي ډالرو سامانونه هم ورکړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG