د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ سرتېري په وروستۍ نښته کې د ککړو ۶ کسانو نیولو لپاره د کورمې پیواړ ته تللي


د پاکستان پوځیان له کلونو راهیسې په کورمه کې د وسلوالو پرضد عملیات کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځیان له کلونو راهیسې په کورمه کې د وسلوالو پرضد عملیات کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځیان په وروستیو کې د ځنګله پر سر د لانجې له وجې په نښته کې د یو سرتېري په وژنه کې د ککړو شپږو کسانو نیولو لپاره د کورمې پیواړ سیمې ته داخل شوي دي.

د لقمانخېلو عدنان حیدر مشال راډیو ته وویل چې پوځ له تېرو دوو ورځو راهیسې پیواړ ته د تګ راتګ لارې تړلې وې او د فبرورۍ پر ۱۷مه یې هلته ټانکونه او سرتېري واستول.

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۵مه په سیمه کې د ځنګله پر سر د لانجې له وجې په نښته کې یو سرتېری ووژل شو او دوه ولسي وګړي ژوبل شول.

د بره کورمې د پولیسو یو چارواکي نجف علي د فبرورۍ پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې له ګېدو سیمې څخه په یو ټرېکټر کې ځینې کسان له ځنګله د لرګیو وړلو لپاره تللي ول چې نښته وشوه.

نوموړي وویل چې کله چې پوځیان د نښتې درولو لپاره ورغلل نو په ډزو کې یو سرتېری ووژل شو.

د ده په خبره، معلومه نه ده چې سرتېرو هم ډزې کړې وې او که نه خو د پیواړ دوه اوسېدونکي په پېښه کې ژوبل شوي دي.

د ګېدو یو ځايي مشر ملک ګلا خان منګل د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي ول چې له ځنګله یې لرګي نه وړل بلکې د تعمیراتي چارو لپاره یې له خوړه شګه لېږدوله چې ورباندې برید وشو.

د پیواړ یو مشر صوبېدار ګلاب حسین د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې له شپږو مطلوبو کسانو څخه یې دوه په نښته کې تر ژوبلېدو وروسته په روغتون کې دي، درېیم ناروغه دی او په کور کې پروت دی، یو کس تښتېدلی دی او پاتې دوه به ژر پوځ ته وسپاري.

دی وايي، په هغو کسانو کې ځینې بېګناه دي، خو ورڅخه پلټنې کول د حکومت حق دی.

حسین زیاته کړه چې انتظامیې وار له مخه د پیواړ سیمې تر ۱۶ زیات کسان نیولي دي.

ده یو ځل بیا ټینګار وکړ د هغې سیمې ځینو اوسېدونکو پر ټرېکټر ډزې کړې وې خو دا کار یې خپله کړی او د ولس او مشرانو خوښه پکې نه وه شامله.

تر اوسه پورې پوځ، پولیسو او ضلعي انتظامیې هغې سیمې ته د سرتېرو داخلېدو په اړه څه نه دي ویلي خو قامي اسمبلۍ ته نوي منتخب شوي استازي حمید حسین ویلي دي چې له اړوندو چارواکو سره په رابطه کې دی او هڅه کوي چې ستونزه په سوله ییزه توګه هواره شي.

ده پر ولس غږ کړی دی چې داسې هېڅ اقدام دې نه کوي چې ورسره د سیمې حالات لا خراب شي.

د کورمې د ګېدو منګل د پیواړ له علیزیو سره د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه لري چې پخوا یې هم ترمینځ نښتې شوې دي. په تېرو کلونو کې یوې ځايي جرګې د هغې لانجې د هواري لپاره لسګونه ناستې کړې دي خو لا یې حل نه دی موندلی.

هلته د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د ځمکو لانجو پر سر په یوشمېر سیمو کې نښتې پیل شوې چې تر شپږو ورځو پورې روانې وې خو وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه وکړه. چارواکي وايي، په نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، په ۲۰۲۱ز کال کې د ګېدو منګل او د پیواړ علیزیو ترمينځ د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان ووژل شول او ۱۵ ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړی دی.

خو دا یوازې کورمه نه ده بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي سیمو کې هم په تېرو کلونو کې د ځمکو لانجو پر سر خونړۍ نښتې شوې دي او پر حکومتي هڅو سربېره زیاتره لانجې لا هم نه دي هوارې شوې.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر دې مخکې هغو سیمو ځانګړی اییني حیثیت لاره. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د زیاتره شریکو یا شاملاتي ځمکو، ځنګلونو او غرونو بریدونه معلوم نه دي چې له کبله یې د ولسونو ترمینځ تاوتریخوالی کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي د ځمکو پر سر د لانجو هوارولو هڅې کوي او په قبایلي ضلعو کې یې د ځمکو د رجسټر کولو پروژې پیل کړي دي. د امریکا نړیواله اداره (یو اېس اې ای ډي) هم په دې لړ کې له حکومت سره مرسته کوي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د ۲۰۲۳ز کال په جولای مياشت کې وويل چې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته د پینځه مېلیونه امریکايي ډالرو سامانونه هم ورکړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG