د جولای له ۲۱مې راهیسې په افغانستان کې باران او سېلاب ځپلو شویو د طالبانو له حکومت او خیریه ادارو څخه د مرستو غوښتنې کړي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو درو ورځو کې بارانونو او سېلابونو مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.
د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ استوګن وحید حقمل وایي، د جولای ۲۳مې سېلابونو په سیمه کې بېخبنا ته زیان اړولی او لسګونه هیکټره کرنیزې ځمکه اوبو لاندې کړې ده. حقمل زیاتوي، د سیمې خلک مرستو ته اړتیا لري خو تر اوسه ورسره نه دي شوي.
په وروستیو کې د افغانستان په ميدان وردګو، کابل، غزني، پکتيا، نورستان، خوست، ننګرهار او کونړ کې سېلابونه راغلي دي.
د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي، د سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۳۱ تنه وژل شوي دي. د وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د جولای پر ۲۳مه وویل، ''۴۱ تنه لادرکه، ۷۴ تنه ټپیان، ۶۰۴ کورونه په بشپړ او یا جزوي توګه ویجاړ شوي، څه باندې ۲۵۰ څاروي او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له مینځه تللي دي."
رحیمي زیاته کړه چې د وزارت ټیمونه له دفاع وزارت او نورو ادارو او بنسټونو سره په ګډه کار کوي چې د ټپیانو د درملنې او د ورکو کسانو لټون او ژغورنې عملیات وکړي او اغېزمنو ته مرستې ورسوي.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې په افغانستان کې په بېلابېلو طبیعي پېښو کې ۱۵۱ کسان وژل شوي او ۲۲۵ ژوبل دي. وزارت دا هم ویلي، چې په هغه موده کې ۲،۱۶۲ کورونه یا مکمل ویجاړ شوي او یا ورته جزوي تاوان رسېدلی دی.
د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم تر اوږدمهالې وچکالۍ او په ځنګلونو کې د اور لګېدو تر پېښو وروسته سختو بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل. ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.
پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده. ملګرو ملتونو په وروستي رپورټ کې ویلي چې افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې پر درېیم ځای دی چې د اب و هوا بدلون ورباندې خورا اغېز کړی او ډېر تاوان یې ګاللی دی.