د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د اېم پاکس ناروغۍ بله پېښه ثبت شوې ده


په ټوله نړۍ کې د اېم پاکس پېښې زیاتې شوې او لومړنۍ مړینې هم ثبت شوې دي ـ پخوانی انځور.
په ټوله نړۍ کې د اېم پاکس پېښې زیاتې شوې او لومړنۍ مړینې هم ثبت شوې دي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وايي چې په خیبر پښتونخوا کې یې په یو بل تن کې د بیزو تڼاکو یا دانو (منکيپاکس یا اېم پاکس) ناروغۍ وایرس موندلی دی.

د دې پېښې سره په صوبه کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوو ته رسېدلی دی. د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا مشر ارشاد روغاني د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په ناروغۍ اخته شوی تن د نوښار دی او په وروستیو کې له دوبۍ څخه پېښور ته ستون شوی وو.

محکمې زیاته کړه چې د ناروغ د دانو نمونې یې د تشخیص لپاره په اسلام اباد کې د روغتیا ملي مرکز (نیشنل انسټېټیوټ اف هېلت یا اېن ای اېچ) ته لېږدولې دي.

تر دې وړاندې د پېښور هوايي ډګر کې هم د اېم پاکس یوه پېښه ثبت شوې وه. په ناروغۍ اخته هغه تن هم له خلیجي هېواد څخه هلته ورغلی وو.

د پاکستان روغتیا وزارت ویلي دي چې د هوايي ډګرونو او داخلي سرحدونو د څارنې لپاره سخت تدابیر نیول شوي دي ترڅو د دې ناروغۍ نورې پېښې په وخت وپېژندل شي او مخنیوی یې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اګست پر ۱۴مه په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې پر نړیوال کچ د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله.

د سازمان چارواکو د اګست پر ۱۵مه په سویډن کې هم د وایرس نوې بڼه تایید کړه او و یې ویل چې ښايي سرچینه یې افریقا وي.

د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د اوسنۍ وبا له پیل راهیسې په کانګو جمهوریت کې ټول ۲۷،۰۰۰ کسان په وایرس اخته شوي او تر ۱،۱۰۰ زیات کسان، چې لوی شمېر یې ماشومان دي، یې وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ووبپاڼه لیکل شوي چې د اېم پاکس په وایرس اخته ناروغانو پر وجود ټناکو ته ورته دانې پیدا کېږي، تبه لري، سر، د عضلاتو او ملا درد لري، ستوماني محسوسوي او د لېمفاټېک نظام، چې د ناروغیو پر وړاندې د مدافعت دنده ترسره کوي، غوټې یې پړسېږي.

سازمان وايي چې د اېم پاکس وایرس له یو کسه بل ته خپرېدای شي نو ځکه ناروغان باید ګوښه کړل شي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG