د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۲ پاکستاني پوځيان او ۲ مشکوک وسله وال وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې يو پاکستانی پوځي په پهره ولاړ دی - انځور له ارشيفه
په شمالي وزيرستان کې يو پاکستانی پوځي په پهره ولاړ دی - انځور له ارشيفه

چارواکي‌وايي‌چې په شمالي وزیرستان کې د يوې نښتې په مهال،‌ ۲ پاکستاني سرتېري او ۲ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د جون پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې منلې چې د نښتې په وخت د دوی ۲ سرتيري وژل شوي خو په وينا یې چې ۲ وسله وال یې هم وژلي او ۲ یې زخميان کړي دي. په بیان کې نه دي ويل شوي چې نښته په کوم ځای کې شوې ده خو زیاتوي چې يو وژل شوی سرتېری ظهیرعباس او بل معراج الدين نومېده.

پاکستان تحريک طالبان هم دا نښته تاييد کړې ده. دې غيرقانونه او ترهګرې اعلان شوې وسله والې ډلې رسنيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې جګړه د جون پر درېيمه په شوال زوي سيدګي کې شوې ده. په بیان کې زیاته شوي چې په نښته کې ۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوی.

البته تحريک طالبان پاکستان د خپلو بریدونو معلومات په پرله پسې ډول له رسنيوو سره شرېکوي. ټي ټي پي ويلي‌چې د مې په مياشت کې یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۷۶ بریدونه کړي دي. د دې ډلې د معلوماتو ترمخه په دې بریدونو کې یې ۸۷ کسان وژلي او ۱۱۹ زخميان کړي دي. ټي ټي پي ادعا کړې چې وژل شوي او زخميان شوي ټول د پاکستان د بېلابېلو امنيتي او استخباراتي ادارو غړي وو.

پوځ د جون پر درېيمه ويلي وو چې چې د بنو په جانيخېلو کې د نښتې په وخت ۲ سرتيري او ۲ وسله وال وژل شوي دي. همداراز یې د جون پر دویمه هم په یو بیان کې ادعا کړې وه چې د جون په لومړۍ نېټه په دوسلي سیمه کې له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې ۲ وسله وال وژل شوي دي. دا کسان د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې غړي اعلان شوي وو. خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د پاکستان حکومت د امنيت سمولو لپاره تر ټولو لویې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره د ۲۰۲۲ کال د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي.

د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

تر هغه وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. په ځانګړې ډول ډير بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې ټي ټي پي سره مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظم کړل.

د پاکستان پوځ ويلي چې د وسله والو د بریدونو مخنيوي لپاره هدفي عمليات کوي. د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي. دوی د ترهګرۍ ختمولو لپاره د ټولو وسله والو پر ضد داسې بې توپيره کاروايي‌غوښتې چې خلک پکې بیا کورونو پرېښوولو او کډوالۍ ته مجبوره نه شي.

XS
SM
MD
LG