د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ۲ پوځيان وژل شوي او د مرستيال ډيپټي کمېشنر پر کور راکټ لګېدلی


په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځيان - پخوانی انځور
په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځيان - پخوانی انځور

په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۲ پوځيان وژل شوي او د ضلعې ډپټي کمېشنر پر کور راکټي برید کې یو تن ژوبل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ترمخه د جون په ۲۰مه د شمالي وزيرستان په سپينوام کې دوه پوځي سرتيري د سړک غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوي دي.

په دویمه پېښه کې د جون پر ۲۰مه په ميرامشا کې د شمالي وزيرستان د مرستيال کمېشنر ريحان ګل خټک پر کور راکټ لګېدلی چې په کې نوموړی بچ پاتی شوی خو د ګاډي ډريور یې په برید کې زخمی شوی دی. تر برید وروسته ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل چې دوه راکټونه له نېږدې غرونو ور ویشتل شوي چې یو یې د هغه پر کور او بل د میرامشا پوځي چاوڼۍ په خالي مېدان کې لګېدلې دی. هغه وویل په برید کې یې کور ته زيان هم رسېدلی دی.

تر دې دمه دواړو پېښو زمه واري چا نه ده منلې خو په تېرو وختونو کې اکثره دا دا ډول پېښو زمه واري تحريک طالبان پاکستان پرغاړه اخیستې.

په شمالي وزیرستان کې تر دې مخکې هم پوځ ویلي ول چې د جون پر نهمه په نښته کې ۳ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي ول. دا راز د جون پر درېیمه په شمالي وزیرستان کې په نښته کې دوه سرتېري او دوه مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

تحریک طالبان پاکستان د جون پر څلورمه ویلي ول چې د شوال په زوی سیدګي کې په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي ول. هغې ناقانونه وسلوالې ډلې په نښته کې طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه ول ویلي.

د جون پر درېیمه هم پوځ د بنو په جانيخېلو کې په نښته کې د دوو سرتېرو او دوو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. پوځ داراز، د جون پر دویمه هم په یو بیان کې ادعا کړې وه چې د جون په لومړۍ نېټه یې په دوسلي سیمه کې له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې دوه وسلوال وژلي دي. پوځ ویلي ول چې هغه وسلوال د تحريک طالبان پاکستان غړي ول خو هغې ډلې یې په اړه څه نه ول ویلي.

د پاکستان حکومت د امنيت سمولو لپاره د ۲۰۲۲ز کال د جون له میاشتې راهیسې له تحريک طالبان پاکستان سره اوربند کړی وو چې هغې وسلوالې ډلې په نومبر کې ختم کړ.

تحریک طالبان پاکستان هغه مهال ویلي ول چې پوځ ورسره ژمنې نه پوره کوي نو ځکه بیا حملې پیلوي خو د هغو وعدو تفصيل یې نه وو ورکړی. تر دې وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. په ځانګړې ډول ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي.

د پاکستان پوځ ويلي چې د ناامنۍ مخنيوي لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي. د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG