د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوالو له بکاخېلو کیمپ سره بنو ته تلونکی سړک تړلی دی


په بکاخېلو کې د کډوالو په احتجاجي کیمپ کې ګڼ کسان موجود دي - د ډېسېمبر ۱۵مې انځور.
په بکاخېلو کې د کډوالو په احتجاجي کیمپ کې ګڼ کسان موجود دي - د ډېسېمبر ۱۵مې انځور.

د خیبر پښتونخوا له شمالي وزیرستانه بې‌ کوره شویو وګړو له تېرو څو ورځو راهیسې احتجاج ته دوام ورکړی دی او د بکاخېلو کډوالو کیمپ مخې ته یې عمومي سړک تړلی دی.

دوی وايي چې حکومت له څلورو میاشتو راهیسې ورسره مرستې ځنډولې دي. دوی وایي، هر ځل په سوال، منت، زاریو او احتجاجونو مرستې غواړي.

کډوال وايي، حکومت نه مرستې ورکوي او نه یې خپلو سیمو ته ستنوي نو ځکه یې د شمالي وزیرستان او بنو ترمینځ سړک تړلی دی.

د مداخېلو مشر ملک عمرزي د ډېسېمبر پر ۱۵مه احتجاج ته په وینا کې وویل چې حکومت باید لومړی د څلورو میاشتو ځنډولې مرستې ورکړي، وروسته دې د ستنېدو نېټه وټاکي او په عملیاتو کې دې د ړنګو شویو کورونو معاوضه هم ورکړي.

احتجاجیان وايي، د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) یو ویاند احسان داوړ مشال راډیو ته وویل چې ورسره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.

هغه وویل، حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم له لارې پیسې لېږدوي.

اخوا د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د کډوالو د ستنولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه وویل چې د بې کوره شویو سیمې لا هم له وسلوالو نه دي پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. ده وویل چې سیمې پاکې شي، د کډوالو ستنېدل به پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.

کریم زیاته کړه چې له کډوالو سره مذاکرات روان دي او ژر به یې مطمین کړي.

XS
SM
MD
LG