د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې پر پولیس پوسته په وسلوال برید کې ۱ پولیس وژل شوی، ۲ ژوبل دي


په مردان کې تر دې مخکې هم د پولیسو پر پوستو حملې شوې دي ـ پخوانی انځور.
په مردان کې تر دې مخکې هم د پولیسو پر پوستو حملې شوې دي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا په مردان کې د پولیسو پر پوسته په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.

د مردان پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې برید د جولای پر ۱۹مه سهار درې بجې د تخت بای د لرغونو اثارو پر پوسته شوی دی.

بیان وايي، تر حملې وروسته ګڼ پولیس سیمې ته رسېدلي دي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

په مردان کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکي وايي چې ټپیان یې مردان میډیکل کمپلېکس ته منتقل کړي دي او درملنه یې روانه ده.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تخت بای پر پوستې د برید ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو په ګډون په باجوړ، پېښور اومردان کې د امنیت وضع خرابه ده او پر امنیتي سرتېرو، سرکاري کارکوونکو، سیاستوالانو، ولسي مشرانو، دیني عالمانو او ولسي وګړو بریدونه زیات شوي دي.

د جولای پر ۱۶مه په ډېره اسماعیل خان کې په یو برید او نښته کې د دوو پوځیانو په ګډون اووه تنه ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې یوه ورځ مخکې، د بنو پر چاوڼۍ په برید او نښته کې اته سرتېري ووژل او لسګونه نور ژوبل شول. پوځ وايي چې د برید پر مهال یې په نښته کې ټول ۱۰ مشکوک وسلوال ووژل.

د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې د بريد مسووليت منلی وو. خو د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.

د جولای پر پینځمه د مردان پر جلاله پله په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون اته کسان ژوبل شوي ول. چارواکي وايي چې چاودنه له پله د پولیسو د ګاډي تېرېدو پر مهال شوې وه. د چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

حکومت او پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک او ګوندونه وایي چې تر دې وړاندې هم پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم ورسره نه دی ټینګ شوی.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG