د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهرنیو چارو وزارت پر هند پر جعفر اېکسپرېس په برید کې د ککړتیا تور پورې کړی


یو پولیس په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
یو پولیس په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تور پورې کړی دی چې "هند" د جعفر اېکسپرېس په نوم پر اورګاډي د "ترهګر" برید او د لسګونه کسانو د یرغملولو تر شا لاس لري او وسلوال په "افغانستان کې له خپلو ملګرو" سره په رابطه کې ول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې د مارچ ۱۱مې حمله له هېواده "بهر د یوې وسلوالې دلې مشرتابه پلان" کړې وه.

ده وویل چې د بریدګرو پرضد عملیات بشپړ شوي دي او له استخباراتي معلوماتو ښکاري چې وسلوال د ټېلېفون له لارې په افغانستان کې له ملګرو سره په رابطه کې ول. "ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري او پاکستان په بیا بیا د [طالبانو] له موقتي حکومته غوښتنه کړې ده چې د بلوچ لېبرېشن ارمي په څېر د ډلو مخه ونیسي او د ترهګرۍ لپاره دې د خپلې خاورې د کارېدو اجازه نه ورکوي."

هند لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تورونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې مخکې یې په بیا بیا دا ډول دعوې رد کړې دي.

نوي دلي په تېرو وختونو کې پر اسلام اباد تور پورې کړی دی چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې په هند کې حملې کوي، خو پاکستان دا تور ردوي.

تر بهرنیو چارو وزارت مخکې د پاکستان د پوځ ویاند هم په خپلو څرګندونو کې تور پورې کړ وو چې وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد تورونه رد کړي دي.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د مارچ پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې پاکستان دې د "غیر مسوولانه" تورونو پورې کولو پر ځای "خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي."

بلخي ویلي دي چې په افغانستان کې د "هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي" وجود نه لري او د طالبانو له حکومت سره هېڅ اړیکي نه لري.

نوموړي ویلي چې د طالبانو حکومت په "پېښه کې د بېګناه انسانانو په تلفاتو خواشینی" دی او زیاتوي چې د "سياسي اهدافو لپاره ملکيان قرباني کول د توجيه وړ نه" دي.

د طالبانو حکومت په تېرو شاوخوا درو کلونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې یې هېڅ وسلوالې ډلې ته پټنځای نه دی ورکړی او دا چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

په بلوچستان کې امبولانسونه پر اورګاډي په وسلوال برید کې د وژل شویو سرتېرو جسدونه لېږدوي - د مارچ ۱۳مې انځور.
په بلوچستان کې امبولانسونه پر اورګاډي په وسلوال برید کې د وژل شویو سرتېرو جسدونه لېږدوي - د مارچ ۱۳مې انځور.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په بولان سيمه کې يې له محاصره شوي اورګاډي "ټول مساپر خوشې کړي" او ۳۳ مشکوک وسلوال يې وژلي دي.

د پوځ ویاند لېفټینېنټ جنرال احمد شریف چودري د مارچ پر ۱۲مه ناوخته له پاکستانيو رسنيو سره د خبرو پر مهال دعوه وکړه چې وسلوالو ۲۱ مساپر او د ملېشې ځواک څلور سرتېري وژلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د مساپرو د خوشې کولو او د وسلوالو پر ضد د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۳ وسلوال وژل شوي او څه باندې ۳۰۰ مساپر خوشې کړل شوي دي.

خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې د مارچ پر ۱۳مه غرمه مهال په بیان کې د پوځ دعوه ناسمه بللې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې له سرتېرو سره نښتې اوس هم دوام لري او دا چې یرغمل کړي کسان یې په ولکه کې دي.

بي اېل اې د مارچ پر ۱۱مه له کوټې څخه د لاهور پر لاره پېښور ته تلونکی جعفر اېکسپرېس اورګاډی د بلوچستان په کچي (بولان) ضلع کې محاصره کړ او دعوه يې وکړه چې له ۲۰۰ زيات استخباراتي کارکوونکي او امنيتي سرتېري يې يرغمل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له ۱۰۰ زيات ولسي وګړي خوشې کړي دي.

بي اېل اې پر هغه ورځ د پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چې د بلوڅانو "سياسي بنديان، مقاومتي غړي او په زوره لادرکه کړل شوي کسان دې سمدستي" او په "غير مشروط" ډول خوشې کړي.

خو د پاکستان امنيتي ځواکونو یې پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړل.

بلوچستان کې د محاصره اورګاډي خوشې شوو مسافرو څه وليدل؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:12 0:00

بې اېل اې د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې له يرغمل کړيو امنيتي سرتېرو او استخباراتي اهلکارانو څخه یې ۵۰ وژلي او که پوځ یې د غوښتنو منلو پر ځای د هغوی پر ضد عملياتو ته دوام ورکړي نو پاتې کسان به هم ووژني.

هغې ډلې زياته کړې چې د مارچ پر ۱۱مه او ۱۲مه يې د پاکستان پوځ د ډرون بريدونو او عملياتو په غبرګون او له سرتېرو سره په نښتو کې ۵۰ پوځيان ووژل. بي اېل اې دعوه کوي چې له دې سره سم، د وژل شويو پاکستانيو سرتېرو شمېر له ۱۰۰ اوړي.

بي اېل اې ادعا کړې ده چې اوس یې هم ځينې امنيتي سرتېري په ولکه کې دي او که حکومت يې په ۲۰ ساعتونو کې غوښتنې و نه منلې نو هغوی به هم ووژني.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د بي اېل اې د مرګژوبلې ارقام او دعوې نه شي تاییدولای.

په بلوچستان کې د اورګاډو ادارې وياند محمد کاشف د مارچ پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په جعفر اېکسپرېس اورګاډي کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې مساپر سپاره ول.

بلخوا د پاکستان د اورګاډو ادارې بلوچستان ته د هغه هېواد له نورو برخو څخه د اورګاډو تلل منع کړي دي.

بلوچستان ولې ناامنه دی؟ ریاست څنګه امن راوستلی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:40 0:00

بلوچ لېبرېشن ارمي ‌تر دې مخکې هم پر مساپر وړونکو ګاډو او اورګاډو بریدونه کړي او له هغوی یې دندو ته روان پوځيان ښکته کړي او وژلي او يا یې هم یرغمل کړي دي.

د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر نهمه په کوټه کې د اورګاډي په تمځي کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او له ۵۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد مسووليت هم بي اېل اې منلی وو.

په پاکستان کې په وروستيو درو کلونو کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په فبرورۍ کې وسلوالو په هغه هېواد کې لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي ول چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي ول.

د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې منلې دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. هغې اسلام اباد مېشتې ادارې په راپور کې ویلي چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي دي.


XS
SM
MD
LG