د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان یو ځل بیا پخوانی سفیر محمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی


محمد صادق په کابل کې له ازادۍ راډیو سره د مرکې پر مهال - پخوانی انځور.
محمد صادق په کابل کې له ازادۍ راډیو سره د مرکې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم پخوانی سفیر محمد صادق یو ځل بیا د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر څلورمه په لنډ بیان کې ویلي دي چې نوموړی سمدستي خپله دنده پیلوي.

دا تر هغې وروسته ده چې حکومت په سېپټېمبر کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړ. نوموړی د ۲۰۲۳ز کال په مې کې، د پخواني استازي محمد صادق تر استعفا شاوخوا دوه میاشتې وروسته، مقرر شوی وو.

وزارت د نوموړي د ګوښه کولو لامل نه دی ښوولی او دراني هم لا پر حکومتي اقدام غبرګون نه دی ښوولی.

صادق پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال په جون کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی وو.

نوموړی په ۲۰۱۶ز کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت له څانګې څخه د سېکرټر په حیث تقاعد شوی وو. دی تر دې مخکې له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر وو.

له دې پرته صادق تر یو نیم کال پورې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په توګه هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG