د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په چترال کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په چترال کې د امنیتي سرتېرو یو ګاډی د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په چترال کې د امنیتي سرتېرو یو ګاډی د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي سیمه چترال کې د عملیاتو پر مهال د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د نومبر پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې یوه ورځ مخکې یې په ارسون نومي ځای کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته" وشوه چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل او څلور ژوبل شول.

بیان زیاتوي چې پوځ په سیمه کې د لټون عملیات ترسره کوي او هڅه کوي چې هغه ځای له وسلوالو پاک کړي.

د پاکستان پوځ په بیان کې دا نه دي ویلي چې په عملیاتو او نښته کې یې د کومې ډلې وسلوالو ته مرګژوبله اړولې ده او تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې یې هم د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

ارسون له افغانستان سره پر پوله پروت کلی دی چې پکې تر دې مخکې هم پوځ د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

پوځ تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۱۰مه په بیان کې ویلي ول چې په نښتو کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اووه غړي وژلي دي.

ټي ټي پي هغه مهال ویلي ول چې په برید کې یې د پوځ هغه ګاډی تباه کړی دی چې پکې وسله او د سرتېرو لپاره خواړه بار ول. هغې ناقانونه ډلې دا دعوه هم کړې وه چې د نښتو پر مهال یې د پوځ درې پوستې نیولې وې.

خو د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د سېپټېمبر پر ۱۰مه ویلي ول چې امنیتي ځواکونو په چترال کې وسلوال "سخت ځپلي" دي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په چترال کې امنیتي وضعیت تر هغې وروسته خراب شو چې وسلوالو د سېټېمبر پر شپږمه هلته په کالاش (کیلاش) سیمه کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو حملې وکړې.

ټي ټي پي د سېپټېمبر پر اوومه تر نښتو یوه ورځ وروسته په بیان کې دعوه وکړه چې ۱۲ امنیتي سرتېري یې وژلي دي او ۹۰ یې نیولي دي.

خو د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر شپږمه ویلي ول چې په چترال کې له ناقانونه ټي ټي پي سره په نښته کې څلور سرتېري او ۱۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د چترال انتظامي مشر محمد علي د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ټي ټي پي دعوه رد کړه او وايي، هغې وسلوالې ډلې هېڅ امنیتي سرتېری نه دی نیولی.

په همدې حال کې د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۰ مه وويل چې په اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت سفارت ناظم الامور ورغوښتی او هغه ته یې احتجاج کړی چې چترال ته وسلوال له کونړ او نورستان وراوښتي دي.

خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

ټي ټي پي هم ويلي چې له ډېر وخت راهیسې په چترال کې شتون لري او د روانو حملو لپاره یې د افغانستان خاورې استعمالولو ته ضرورت نه شته.

کالاش د پېښور شمال ته په چترال کې په درو کلیو مشتمله سيمه ده چې د افغانستان له نورستان ولایت سره پوله لري او زياتره اوسېدونکي يې د کالاشۍ عقيدې یا دین منونکي دي.

د هغې سیمې اوسېدونکي د عقیدې تر څنګ د رنګ، لباس، خوراک او خوی بوی له پلوه هم د پاکستان د نورو سیمو له اوسېدونکو سره ښکاره توپیر لري.

د کالاش درې په درو کلیو – بمبورېت ، بيرير او رامبور - کې د کالاشيانو شمېر له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې دی.

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي، د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG