د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین د مرستیال وزیراعظم د سفر په مهال په اسلام اباد کې رخصتي اعلان شوې


د ۲۰۱۵ز کال په اپریل کې د چین وزیراعظم پاکستان ته سفر کړی وو. پخوانی انځور.
د ۲۰۱۵ز کال په اپریل کې د چین وزیراعظم پاکستان ته سفر کړی وو. پخوانی انځور.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جولايي پر ۳۱مه او د اګست پر لومړۍ نېټه عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

په پلازمينه کې دوه ورځنۍ رخصتي د چين د لوړپوړي پلاوي د سفر په مهال د امنيتې ګام په توګه اعلان شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د چین مرستیال وزیراعظم او د کمیونسټ ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی هي لیفېنګ په مشرۍ پلاوی د جولای پر ۳۰مه پاکستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولایي پر ۲۹مه په بیان کې ویلي چې د چین د ولسمشر شي جېنپینګ ځانګړی استازی او مرستيال وزیراعظم د جولایي له ۳۰مې د اګست تر لومړۍ نېټې د پاکستان سفر کوي.

د اسلام اباد ضلعي انتظامیې اعلان کړی چې په هغو دواړو ورځو به په پلازمینه اسلام اباد کې تعليمي ادارې او شخصي دفترونه تړلي وي.

انتظاميه وايي په هغو دواړو ورځو به د اسلام اباد په حدودو کې بازارونه، دوکانونه او بانکونه هم تړلي وي خو عدالتونه، مقننه ادارې، قامي اسمبلۍ، سېنېټ سيکرټريټ او وزارتونه به د معمول مطابق کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د بيان ترمخه، د چين مرسیتال وزيراعظم د حکومت په بلنه د پاکستان سفر کوي.

بیان زیاتوي چې د هي لیفېنګ په مشرۍ پلاوی د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) ۱۰کالو پوره کېدو د نمانځنې په مراسمو کې ګډون کوي.

بيان وايي چې هي ليفېنګ د دې سفر په مهال له وزيراعظم شهباز شريف او ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره هم ګوري.

د بهرنیو چارو وزارت د چین په نړیوالو اقتصادي اړیکو او د یو کمربند او یوې لارې د نوښت په پلي کولو کې د لیفېنګ رول ډير مهم بللی دی. سيپېک هم د يو کمر بند او يوې لارې لويه پروژه ده.

بيان وايي چې دا سفر د پاکستان او چین ترمنځ د منظمې لوړې کچې تبادلې او ډیالوګ یوه برخه ده او د دواړو هیوادونو لخوا د "ټول موسمونو ستراتیژیکې همکاري" لا ټینګولو، اقتصادي او مالي همکاریو ته وده ورکولو او د لوړ کیفیت پرمختګ لپاره د دواړو هیوادونو اهمیت څرګندوي.

سيپېک په پاکستان کې په ۲۰۱۳ز کال کې پيل شوي د صنعتي سيمو ، سړکونو او نورو پروژو مجموعه ده. د دې پراخ نوښت موخه د پاکستان د اړتیا وړ زیربنا په چټکتیا سره وده کول او د عصري ټرانسپورټي شبکو، د انرژۍ ډیری پروژو او ځانګړي اقتصادي زونونو په جوړولو سره د ملک اقتصاد پیاوړي کول دي.

د سيپېک لاندې پروژو لپاره مهم تړون په ۲۰۱۳ز کال کې لاسلیک شوی وو خو رسمي اسناد یې په ۲۰۱۵ز کال کې پاکستان ته د چين د ولسمشر شي جینپینګ د سفر پر مهال لاسلیک شول.

د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې سي پيک په جزوي توګه هغه وخت فعال شو کله چې چین د ګوادر بندر له لارې افریقا او لویدیځې اسیا ته سامانونه ولیږدول.

پاکستان تر دې دمه د يادې پروژې لاندې د ټرانسپورټ، انرژۍ او زیربناوو په بېلا بېلو پروژو کې د چین د نيغ په نيغه پانګونې له لارې تر ۲۵ اربه زيات ډالر ترلاسه کړي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG