د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار: چین پاکستان ته د ورکړي پور پرې کولو موده تر ۲ نورو کلونو پورې غځولې


پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی - پخوانی انځور.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی - پخوانی انځور.

د پاکستان د خزانې چارو وفاقي وزیر وايي، چین اسلام اباد ته د ورکړي ۲.۴ اربه امریکايي ډالرو پور پرې کولو موده تر دوو نورو کلونو پورې غځولې ده.

اسحاق ډار د جولای پر ۲۷مه پر اېکس، چې مخکینی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې لیکلي دي چې هغه پور د چین د صادراتو (برامداتو) او وارداتو (درامداتو) بانک (اېکس اېم) ورکړی او ټاکل شوې وه چې پاکستان یې په ۲۰۲۴ز او ۲۰۲۵ز مالي کال کې پرې کړي خو د مودې تر غځېدو وروسته به اوس اسلام اباد په راتلونکو دوو کلونو کې یوازې د پور سود ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت روانه میاشت د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور پروګرام تر بحالۍ وروسته په دولتي بانک کې د بهرنیو پیسو د زېرمو زیاتولو هڅې کوي.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي ول چې بیجنګ اسلام اباد ته د ۶۰۰ مېلیونه ډالرو پور ورکړی دی چې ورسره د هغه هېواد د بهرنیو پیسو زېرمه زیاته شوه.

اسلام اباد وايي، چین په تېرو میاشتو کې اسلام اباد ته پینځه اربه ډالر ورکړي او د پاکستان د اقتصاد د دېوالیه کېدو مخنیوی یې وکړ.

له دې پرته، په تېرو اوونیو کې پاکستان له سعودي عربه دوه اربه او له متحده عربي اماراتو څخه یو ارب ډالر پور ترلاسه کړی دی.

د جولای پر ۱۲مه د ای اېم اېف د مشرتابه ډلې پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

اسلام اباد وايي، له ای اېم اېفه یې د پور لومړی قسط، چې يو ارب او ۲۰ کروړه ډالره جوړېږي، تر لاسه کړی دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG