د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د یو لیټر ډیزلو نرخ ۵ روپۍ زیات کړ


په پاکستان کې د پمپ یو کارکوونکی په ګاډي کې تېل اچوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې د پمپ یو کارکوونکی په ګاډي کې تېل اچوي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د اکتوبر له ۱۶مې څخه تر تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د ډیزلو د نرخ لوړولو او د پېټرولو بیې پر ځای ساتلو فرمان ورکړی دی.

د مالیې وزارت د اکتوبر پر ۱۵مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په اعلامیه کې ویلي چې د یو لیټر ډیزلو نرخ پینځه روپۍ زیاتوي چې ورسره یې نوې بیه ۲۵۱.۲۹ روپۍ ته لوړه شوې ده.

وزارت زیاتوي چې په نړیوال بازار کې د پېټرولو بیه نه ده بدله شوې نو ځکه یې نرخ پر ځای ساتي. حکومت تر دې مخکې د اکتوبر په پیل کې یو لیټر ډیزل شاوخوا درې نیمې روپۍ او یو لیټر پېټرول یې دوه کلدارې ارزانه کړي ول چې ورسره د پېټرولو نرخ ۲۴۷.۰۳ روپۍ ته ښکته شوی وو.

د پاکستان حکومت اکثر په میاشت کې دوه ځلې د تېلو نرخونه ارزوي او وايي چې په نړیوال بازار کې یې بیو ته په کتو بدلوي.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د حکومتي رعایتونو له ختمېدو له وجې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي. هغه هېواد له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې پر انرژۍ او نورو شیانو د رعایت ختمول، کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

XS
SM
MD
LG