د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: د بجلۍ بیلونو ستونزه د ای ایم ایف تړون په چوکاټ کې هواروو


د اګست پر ۳۰مه مظاهرین د بریښنا بیلونو ته اور ورته کوي.
د اګست پر ۳۰مه مظاهرین د بریښنا بیلونو ته اور ورته کوي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ وايي هڅه کوي چې د بجلۍ د ګرانۍ ستونزه په داسې توګه هواره کړي چې د پیسو له نړیوال صندوق سره له شوي تړونه سرغړونه ونه شي.

وزیراع‍‍‍‍ظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد كې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا مسله په ۹۰مه لسیزه کې د نامناسبو معاهدو، د بلونو وصولۍ نامناسبه عمل او د خرابو ټرانسمېشن لاېنونو له وجې اوږده شوې ده.

هغه وویل د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي له امله برېښنا ګرانه شوې ده او په کابینه کې شامل مسلکي کسان د موجودو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره پر غوره حل لاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې خلکو د بجلۍ په بلونو کې د زیاتوالي په غبرګون کې پراخې مظاهرې پیل کړې دي.

 پاکستان کې د بجلۍ په بلونو کې د زیاتوالي پرضد سوداګرو کاربندیز کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د اګست پر ۳۱مه په کراچۍ کې د ماربلو کارخانو مالکانو د بجلۍ د زیاتو بلونو خلاف احتجاج وکړ. احتجاج کونکو ویل د بجلۍ بیلونه دوه او درې چنده د زیاتېدو له امله یې کاروبار متاثره شوی دی او مجبور دي چې یوازې اته ساعته کارخانې کار وکړي.

د احتجاج یو ګډونوال او د ال پاکستان ماربلز انډسټري مشر راحت شاه د اګست پر ۳۱مه مشال راډيو ته وویل چې په ۴۵۰ کې نېږدې ۳۵۰ کارخانې بندې شوې دي چې زیاتره پکې د پښتنو د کار روزګار وسیله ده.

د اګست پر ۳۰ مه د خزانې نګرانې وزیرې شمشاد اختر ویلي وو چې د هیواد اقتصادي حالات خراب دي او حکومت ولس ته د بجلۍ په بېلونو کې سمدستي رعایت نه شي ورکولای.

په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

په وروستي ځل حکومت د ۲۰۲۳م کال په جولای مياشت کې د برېښنا بیو ته بیا کتنه وکړه او هغه یې لوړې کړې. د هم هغې میاشتې پر ۱‍۲مه ای اېم اېف پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې د موافقې منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG