د خیبر پښتونخوا د پولیسو مخنیوي چارو اداره وايي چې د اپرېل له ۲۹مې څخه په دوو پړاوونو کې د هغې صوبې په ۲۶ ضلعو کې د ګوزڼ (پولیو) واکسیني کیمپېن پیلوي.
هغې ادارې د اپرېل پر ۲۶مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د اپرېل له ۲۹مې څخه د مې تر درېیمې پورې د پېښور په ګډون د ۱۴ ضلعو په ټولو برخو او د مومندو، نوښار، بونېر، بر چترال، هريپور، ملاکنډ، مانسهرې او صوابۍ په ځینو برخو کې د پولیو ضد کیمپېن کېږي.
بیان وايي چې په دویمه مرحله کې په پاتې ضلعو کې کیمپېن کېږي چې د مې له دویمې څخه به تر اتمې پورې روان وي.
د صحت وزارت ویاند عطا الله خان مشال راډیو ته وویل چې د کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۴۴ ماشومان واکسینوي.
دی زیاتوي چې د ۲۱،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکو د ډلو د امنیت لپاره به ۳۳،۰۰۰ پولیس دنده ترسره کوي.
دا کیمپېن په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ په ګډون د پاکستان د یوشمېر ضلعو په ناولو (ناپاکه) اوبو کې د ګوزڼ وایرس وموندل شو.
د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د اپرېل پر شپږمه په یو بیان کې ویلي ول چې په مارچ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناپاکه اوبو د نکاسۍ له نظامه نمونې واخیستې چې تر معاینې وروسته یې په ځینو ځایونو کې د ګوزڼ وایرس وموند.
هغه اداره زیاتوي چې وایرس یې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ، د بلوچستان د کوټې، سېوۍ، نصیر اباد او مستونګ او د سیند صوبې د کراچۍ د درو ضلعو شرقي، جنوبي او ملیر په ناولو اوبو کې موندلی دی.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.
په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي او دواړه ناروغان د بلوچستان دي.
تر دې مخکې چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.
روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.
په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.