د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ په بنو کې د ۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې ده


د خيبر پښتونخوا په بنو کې پوځيان په خپل ګاډي کې ګزمه کوي او پوليس پر سړک ګرځي - انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په بنو کې پوځيان په خپل ګاډي کې ګزمه کوي او پوليس پر سړک ګرځي - انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ عامه اړیکو ادارې( ای ایس پي ار ) د جنورۍ پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو هغه مشکوک وسلوال د جنورۍ پر ۲۷مه د بنو په جانيخېلو کې تر سره کړل.

بيان زياتوي چې د عملياتو پر مهال نهه وسلوال ژوبل هم شول، خو دا يې نه ده زياته کړې چې ژوبل وسلوال څه شول. البته په بيان کې راغلي دي چې له وسلوالو د هغې سيمې د پاکولو لپاره يې عمليات دوام لري.

پوځ په بیان کې هغوی د "خوارجو" په نوم یاد کړي دي خو دا یې نه ده روښانه کړې چې هغوی د کومې ډلې غړي ول. البته پوځ دا اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې لپاره کاروي. خو ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

دا تر هغه وروسته ده چې د خیبرپښتونخوا امنیتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي ول چې د جنورۍ پر ۲۷مه شپې مهال د بنو په دريوبه سيمه کې د ملېشې ځواکونو پر پوستې د وسلوالو په بريد کې یو سرتېری وژل شوی او پینځه نور ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ د جنورۍ پر ۲۵مه په خپاره کړي بيان کې د خیبر پښتونخوا په درو ضلعو خيبر، لکي مروت او کرک کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

تر هغه وړاندې هم پوځ د جنورۍ پر ۱۴مه د شمالي وزیرستان په سپینوام کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. تر دې درې ورځې مخکې بيا پوځ د بلوچستان په کچي سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ۲۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

ای اېس پي ار داراز دعوه کوي چې د جنورۍ پر شپږمه او اوومه یې د خيبر پښتونخوا په پېښور، مومندو او کرک کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په درو جلا جلا عملیاتو کې ۱۹ مشکوک وسلوال وژلي. ای اېس پي ار هغه مهال ویلي ول چې په نښتو کې یې درې سرتېري هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG