د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۶ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان یوشمېر پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان یوشمېر پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې او د یوشمېر نورو د ژوبلولو دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي چې د اکتوبر پر ۱۴مه د میرلي په حیدرخېلو کې د عملیاتو پر مهال نښته وشوه چې پکې اته مشکوک وسلوال ژوبل شول او څلور نور یې ونیول.

بیان زیاتوي چې په نښته کې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

خو د سیمې ځینو اوسېدونکو، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم له ښوولو ډډه وکړه، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغه عملیات چې څو ساعته روان ول پکې درې ملکي وګړي وژل شوي او ځینې نور ژوبل دي.

د پاکستان پوځ او د شمالي وزیرستان انتظامیې لا د ځايي اوسېدونکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

اخوا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د اکتوبر پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې په نښته کې یې ۱۵ امنیتي سرتېري وژلی دي.

هغې ناقانونه ډلې په بیان کې زیاته کړې چې د پوځ په عملیاتو کې یې ملګرو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

خو د پاکستان یوه پوځي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې د ۱۵ سرتېرو د وژلو په اړه د ټي ټي پي دعوه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې په عملیاتو او نښته کې وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او ټي ټي پي د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په حیدرخېلو کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې ده چې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په بېلابېلو برخو کې "هدفي عملیاتو" ته دوام ورکړی دی.

د سیمې اوسېدونکو په وروستیو کې شکایت کړی دی چې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي ځورول کېږي چې باید یې مخنیوی وشي. انتظامي چارواکي وايي، پوره هڅه کوي چې عام خلک و نه ځورول شي او دا چې د وزیرستان اوسېدونکي دې ورسره د وسلوالو پرضد په عملیاتو کې همکاري وکړي.

د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په عملیاتو، نښتو او بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

پوځ د اکتوبر پر درېیمه په ټانک کې د عملیاتو پر مهال د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

پر هم هغه ورځ ټي ټي پي په بیان کې د خپلو شپږو ملګرو وژنه تایید کړې وه خو په نښته کې یې د پینځو سرتېرو د وژنې دعوه هم کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت وضع خرابه شوې ده.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

رپورټ وايي د جنورۍ له پیل راهیسې د سېپټېمبر تر پای پورې په پاکستان کې په بریدونو او نښتو کې ۳۸۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۰۸ پولیس او ۱۳۷ پوځیان دي.

رپورټ کاږي چې په هم دې موده کې د ناامنیو پر مهال ۳۳۳ عام خلک او په عملیاتو او نښتو کې ۳۶۸ مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

رپورټ زیاتوي، په پاکستان کې په تېرو نهو میاشتو کې ناامني ۵۷ فیصده زیاته شوې ده او زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

تر دې وروسته ټي ټي پي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې د سېپټمبر په میاشت کې یې په پاکستان کې ۱۰۶ بریدونه کړي دي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې شوي ول.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني

د پاکستان پوځ د اکتوبر پر نهمه په بیان کې وویل چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې یو مېجر او حوالدار ووژل شول. پوځ زیاته کړه چې په نښته کې پینځه مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان پر پوځیانو د برید ذمه واري منلې وه خو زیاته کړې یې وه چې په نښته کې یې ملګرو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

پر هم هغه ورځ په شمالي وزیرستان کې د دوو وسلوالو ډلو ترمینځ په نښته کې یو وسلوال ووژل او څلور ژوبل شول.

داراز، پوځ د اکتوبر پر اوومه د شمالي وزیرستان په رزمک کې د وسلوالو کمانډر عظیم الله عرف غازي د وژنې دعوه کړې وه.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه د هنګو په دوابه کې د تاڼې په وره او بیا یې په جومات کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې څلور تنه ووژل او ۱۲ ژوبل شول. هغه بریدونه د جمعې تر لمانځه مخکې د خطبې پر مهال شوي ول.

پر هم هغه ورځ د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال په برید کې ۵۹ تنه وژل شوي او ۶۶ ژوبل شوي ول. د هنګو او مستونګ د بریدونو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې مخکې، د سېپټېمبر پر ۲۸مه ماښام مهال په ژوب کې پر امنیتي پوسته د وسلوالو د توغندي په برید کې څلور سرتېري وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې په څلورو جلا، جلا بریدونو کې دوه تنه ووژل شول او درې ژوبل شول. د هغو حملو مسوولیت چا نه وو منلی.

ځايي ولس د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۲۱مه په شمالي وزیرستان کې د دوو او د بنو په ځونیخېلو (جانيخېلو) کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

پر هم هغه ورځ په میرلي کې وسلوالو له غره څخه څلور توغندي وورول چې دوه یې په یو خالي میدان او دوه پر یو کور ولګېدل چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه ژوبل شول. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.

XS
SM
MD
LG