د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ملي امنیت پارلېماني کمېټۍ په "بشپړ ځواک ترهګرۍ" ته د ځواب ویلو غوښتنه کړې


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په اسلام اباد کې د امنيت په اړه د يوې غونډې مشري کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په اسلام اباد کې د امنيت په اړه د يوې غونډې مشري کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د ملي امنیت پارلېماني کمېټۍ ويلي چې رياست دې په خپل "بشپړ ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ورکړي.

ولسي او امنيتي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت وضعیت د ارزونې لپاره په غونډه کې ګډون وکړ او د "ترهګرۍ ضد ملي تګلارې" او د "عزم استحکام" هدفي عملياتو د سمدستي پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.

تر غونډې وروسته له رسنیو سره د شریکې شوې اعلامیې له مخې، د ملي امنيت د پارلېماني کمېټۍ ګډونوالو د وسلوالو وروستي بریدونه په "سختو ټکو کې وغندل" او "د هر ډول ترهګرۍ" خلاف یې د "سختې مبارزې" او د متفقه سیاسي هوډ پر اړتيا ټينګار وکړ.

کمېټۍ اندېښنه وښوده چې وسلوالې ډلې د ټولنیزو شبکو له حسابونو څخه په زیاتېدونکي ډول د "تبلیغاتو، جذب، او بریدونو د همغږۍ لپاره" کار اخلي.

له همدې امله، کمېټۍ د دې مخنیوي لپاره د "جدي اقداماتو" غوښتنه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې باید د وسلوالو د "برېښنايي یا ډېجیټلي شبکو د شنډولو" لپاره یو "مشخص مېکانېزم" جوړ شي.

غونډې ته د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر هم وینا وکړه او و یې ویل چې پاکستان باید یو "سخت" یا "پیاوړی دولت" شي. نوموړي وروسته په بیان کې وویل چې د هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه ژمنه کړې چې د زیاتېدونکې ناامنۍ مخنیوي لپاره د ترهګرۍ ضد کړنلاره عملي کړي.

د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ په نوم د شپږو ګوندونو حکومت مخالفه اتحاد له هغې غونډې پرېکون کړی وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي د مارچ پر ۱۸مه تر هغې غونډې وړاندې په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې د ملي امنيت د پارلېماني کمېټۍ غونډې پر ځای بايد د پارلېمان شريکه غونډه وروبلل شي. "موږ په بنيادي توګه له دې کبله له دې غونډې د پرېکون پرېکړه کړې چې د پاکستاني ولس د منتخبو کړیو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د سلګونه غړو شريکه غونډه راوبلل شي."

بلخوا د ملي امنيت پارلېماني کمېټۍ د حکومت مخالفه اتحاد د نه ګډون له امله "خواشیني" څرګنده کړه، خو یادونه یې وکړه چې "مشورتي بهیر" به دوام ولري.

په وروستيو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې لوی بریدونه زیات شوي دي. له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د مارچ پر ۱۱مه او ۱۶مه وروستۍ لویې حملې وکړې. هغې ډلې د سلګونو امنيتي سرتېرو او د پاکستان پوځ د شاوخوا ۴۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعاوې کړې دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د بلوچ لېبرېشن ارمي دعوې او شمېرې نه شي تاییدولی.

بي اېل اې په تېرو کلونو کې پر پاکستانيو ځواکونو د بریدونو ترڅنګ پر چينايي وګړو هم حملې کړې دي. هغه ډله د بلوچستان خپلواکي او پر صوبايي وسايلو د بلوڅانو کنټرول غواړي، خو د پاکستان پوځ وايي چې د وسلوالو ډلو "ترهګري" نه شي زغملی او پر ضد به یې "پرېکنده" عمليات روان وي.

په وروستيو درو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فبرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي ول. په هغو حملو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ول.

د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو مسوليت بلوڅ بېلتونپالو او تحريک طالبان پاکستان وسلوالو ډلو منلې دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. د اسلام اباد مېشته هغې ادارې په راپور کې راغلي‌ چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ مياشت کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي ول.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG