د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم له چارواکو څخه د بجلۍ بېلونو د کمښت پلان غوښتی دی


په وروستیو کې د برېښنا زیاتو بېلونو پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په وروستیو کې د برېښنا زیاتو بېلونو پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ اړوندو چارواکو ته امر کړی دی چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې ورته د برېښنا په بېلونو کې د کمښت پلان وړاندې کړي.

د اګست پر ۲۷مه د نوموړي په مشرۍ په اسلام اباد کې بیړنۍ غونډه وشوه چې پکې هغه د بجلۍ وزارت او د برېښنا وېش د شرکتونو (کمپنیو) له چارواکو څخه معلومات واخیستل.

د وزیراعظم له دفتره په بیان کې راغلي چې کاکړ غونډې ته وویل چې د مسلې د داسې حل په لټه دی چې ورسره پر خزانه بار زیات نه شي خو په عین حال کې د عامو وګړو د برېښنا په بېلونو کې هم ورسره نرمي وشي.

کاکړ وویل، دا ممکنه نه ده چې یوې خوا ته "بې وزله ولس د بجلۍ په نرخونو کې اضافه ويني" او بل لوري ته دې د وزیراعظم په شمول لوړپوړي چارواکي "وړیا برېښنا کاروي."

په بیان کې زیاته شوې چې وزیراعظم له اړوندو ادارو څخه د هغو چارواکو معلومات وغوښتل چې سرکار ورته وړیا برېښنا ورکوي او امر یې وکړ چې د وزیراعظم په کور او دفتر کې دې هم د بجلۍ استعمال کم شي.

انوار الحق کاکړ دا بیړنۍ غونډه د اګست پر ۲۶مه تر هغې وروسته وروغوښته چې په تېرو ورځو کې د بجلۍ لوړو بیو پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې شوې دي او په ځینو ځایونو کې خو خلکو احتجاجاً بېلونه هم سوځولي دي.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په مردان، چارسده، دیر، سوات او نورو ضلعو کې خلکو په احتجاجونو کې له حکومته وغوښتل چې وار له مخه ګرانۍ پرېشانه کړي دي او اوس د بجلۍ بېلونو یې ژوند ورمشکل کړی دی.

یوشمېر مظاهرچیانو مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ د یو یونټ بیه له ۱۳ څخه ۶۹ روپیو ته لوړه شوې ده چې له کبله یې بېلونه زښت زیات شوي دي.

د پېښور د مظاهرې یو ګډونوال او د سوداګرو د ټولنې یو مشر خالد ګل مومند مشال راډیو ته وویل، بېل یې له ۴،۰۰۰ څخه ۲۴،۰۰۰ روپیو ته لوړ شوی دی.

د پاکستان د اردو ژبې ډان او جیو نیوز ټېلېوېژنونه وايي، د اګست پر ۲۶مه د اسلام اباد، راولپېنډۍ، لاهور، ملتان، کراچۍ او کوټې په ګډون په یوشمېر نورو ښارونو کې هم د برېښنا لوړو نرخونو ضد مظاهرې شوې دي.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

په وروستي ځل حکومت په جولای کې د برېښنا بیو ته بیا کتنه وکړه او هغه یې لوړې کړې. د هم هغې میاشتې پر ۱‍۲مه ای اېم اېف پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې د موافقې منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو. په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG