د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له روسیې غوښتي چې ورسره دې د جنس په بدل کې په جنس سوداګري پیل کړي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر درېیمه په استانه کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر درېیمه په استانه کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

پاکستان له روسیې څخه غوښتنه کړې ده چې د دواړو هېوادونو ترمینځ دې جنس په بدل کې په جنس سوداګري پيل شي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جولای پر درېيمه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتين سره په استانه کې د ملاقات پر وخت وويل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې به د سیمه ييزو حالاتو او سیاستونو له وجې اغېزمنې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل وکړ چې له وجې ورباندې اروپايي ټولنې او امريکا یولړ بندیزونه لګولي دي.

شریف له پوتین سره د لیدو پر مهال زیاته کړه چې د سوداګرۍ زیاتولو لپاره دې بانکي او مالي خنډونه ليرې او د ۱۹۶۰ز لسیزې په څېر دې د جنس په بدل کې په جنس تجارت بیا شروع شي.

روسیې د شهباز شریف د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ولسمشر پوتين دفتر د جولای پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان ته یې د لېږدونکي تېلو، غلې او ګیس د زیاتولو ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مسکو اسلام اباد ته د انرژۍ د ورکړې په برخه کې سوداګري زیاتولای شي.

د يادونې ده چې پاکستان له روسیې څخه ګیس او خام تېل اخلي. د دې تړون له مخې، په تېره جون مياشت کې ۹۵،۰۰۰ میټرک ټنه خام تېل کراچۍ ته رسېدلي وو. په هم هغه میاشت کې د تورخم پر لار له روسیې پاکستان ته د مایع ګیسو ۱۵ ټانکرونه ورسېدل.

پاکستان له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په تېرو شاوخوا درو کلونو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.

د پاکستان او روسیې ترمینځ د سړې جګړې پر مهال تعلقات ښه نه ول. هغه مهال اسلام اباد د امریکا ملګری وو او په ۱۹۸۰ز لسیزه کې چې د روسیې په مشرۍ پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل کړی وو نو واشنګټن او اسلام اباد د شوروي ځواکونو پر ضد د افغان وسلوالو ډلو مرسته کوله.

خو په وروستیو کلونو کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ اړیکې ښې شوي او دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې کړي دي.

وزيراعظم شريف د جولای پر درېيمه د شانګهای همکاريو سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې استانه ته تللی دی.

د وزيراعظم د دفتر د يوې خبرپاڼې له مخې، نوموړي د هغې غونډې په څنډه کې د ترکیې، اذربایجان، چين او د مرکزي اسیا هېوادونو له مشرانو سره پر امنيتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG