د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له بیلېسټېک توغندیو پروګرام سره پر تړلې ادارې او شرکتونو د امریکا پر بندیزونو خواشیني ښوولې


په اسلام اباد کې د پوځي پرېډ پر مهال د شاهین درېیم په نوم بیلېسټېک توغندی نندارې ته ایښوول شوی - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پوځي پرېډ پر مهال د شاهین درېیم په نوم بیلېسټېک توغندی نندارې ته ایښوول شوی - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت له اوږد واټن ویشتونکو بیلېسټېک توغندیو پروګرام سره پر تړلې دولتي ادارې او نورو شرکتونو د امریکا پر بندیزونو خواشیني ښوولې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۸مه په بیان کې وویل چې د پاکستان د اوږد واټن ویشتونکو بیلېسټېک توغندیو پروګرام "د خپرېدو دوامداره ګواښ ته په کتو" د ملي پرمختیا کمپلېکس (نیشنل ډېوېلمپنټ کمپلېکس یا اېن ډي سي) په نوم پر دفاعي ادارې او درې نورو شرکتونو بندیزونه لګوي.

وزارت ویلي دي دا اقدام په ۲۰۰۵ز کال کې د ولسمشر د هغه فرمان پر بنسټ کوي چې موخه یې د "عامه وژنې وسلو د خپروونکو" او د هغوی د "لېږد وسایل" په نخښه کول دي.

وزارت ویلي دي چې په اسلام اباد کې د ملي پرمختیا کمپلېکس یا اېن ډي سي د پاکستان د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د پرمختیا لپاره سامان او الات اخلي.

بیان وايي چې د واشنګټن د ارزونې له مخې، هغه اداره "د شاهین" په نوم د "توغندیو" په ګډون د "پاکستان د بیلېسټېک توغندیو د پرمختیا مسووله" ده.

د پاکستان پوځ د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ازموینه کوي - د ۲۰۰۸ز کال انځور.
د پاکستان پوځ د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ازموینه کوي - د ۲۰۰۸ز کال انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته کړې چې په کراچۍ کې د اختر اېنډ سنز پرایوېټ لېمېټېډ، افيليېټس انټرنیشنل او راکسایډ اېنټرپرایز په نوم پر درو نورو شرکتونو، چې د اېن ډي سي لپاره د سامانونو او الاتو د اخیستو او لېږد په چارو کې مرسته کوي، بندیزونه لګوي.

د بندیزونو له مخې، په امریکا کې د اېن ډي سي او نورو شرکتونو شتمنۍ کنګلېږي او امریکایان ورسره کاروبار او راکړه ورکړه نه شي کولای.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۹مه په بیان کې د واشنګټن پر اقدام خواشیني ښوولې او دا یې "متعصبانه" عمل بللی دی.

بیان وايي چې د اسلام اباد "د ستراتیژیکو وړتیاوو" موخه د پاکستان د "خپلواکۍ دفاع" او "په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات ساتل" دي.

بیان کاږي چې امریکايي اقدام سیمه ییز امنیت زیانمنوي او دا ډول پالیسۍ خطرناکې پایلې لري.

د بهرنیو چارو وزارت داراز ویلي دي چې پر "شخصي کاروباري شرکتونو" بندیزونه لګول د "خواشینۍ" وړ عمل دی.

بیان زیاتوي چې په تېرو وختونو کې هم "بې له ثبوته او د شکونو پر اساس پر شخصي کاروباري" کمپنیو دا ډول بندیزونه لګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې هم په بېلاروس او چین کې پر څلورو هغو شرکتونو بندیزونه ولګول چې د پاکستان د بیلېسټېک توغندیو پروګرام لپاره یې پرزې برابرولې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې هغه مهال ویلي ول چې اسلام اباد د سامانونو د لېږد کنټرولولو سیاسي استعمال ردوي.

XS
SM
MD
LG