د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان روغتیا ملي ادارې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو نوې پېښه تایید کړې ده


په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د هغه هېواد په خيبر پښتونخوا کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده.

هغې ادارې د جنورۍ پر اوومه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د جنورۍ پر اوومه د ټانک اوسېدونکې یوې کلنې ماشومې په وینه کې د پولیو وایرس تایید کړ.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د هغې نجلۍ د وینې نمونې په ډېسېمبر کې لېبارټرۍ ته استول شوې وې نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ز کال کې حسابوي. د ادارې په وینا، له دې سره په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۶۹ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا کې ۲۱، په سيند کې ۱۹ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر په نیمايي کې له بلوچستانه پرته د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو او بیا د میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د پولیو اووه ورځني واکسیني کیمپېنونه ترسره شول او د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG