د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د ۲۰ ورځو پېټرول او ۲۹ ورځو ډيزل لري


د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې د هغو پمپونو خلاف اقدام کوي چې ډیزل او پېټرول "زېرمه" کوي. انځور له ارشيفه
د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې د هغو پمپونو خلاف اقدام کوي چې ډیزل او پېټرول "زېرمه" کوي. انځور له ارشيفه

د پاکستان د تېلو چارو ریاستي یا د مملکت وزیر ویلي دي چې حکومت يې د راتلونکو ۲۹ ورځو ډيزل او ۲۰ ورځو پېټرول لري.

مصدق ملک د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د هغو پمپونو خلاف اقدام کوي چې ډیزل او پېټرول "زېرمه" کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په یوشمېر سیمو کې د تېلو کمښت پیدا شوی چې له وجې يې پمپونه تړل شوي دي.

مصدق ملک خبري غونډې ته په وينا کې زياته کړه چې د تېلو د کمي د مخنيوي لپاره پر هغو ځایونو چاپې وهي چې د پېټرولو او ډيزلو زېرمه کولو شک ورباندې کېږي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه یې د تېلو ذخیره کولو په جرم اووه پېټرول پمپونه تړلي، پر ۲۱ کسانو یې مقدمې درج کړي او ۷۸۵،۰۰۰ روپۍ جرمانې یې لګولې دي.

مصدق ملک تر دې وړاندې د فبرورۍ پر اوومه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ويلي ول چې د پاکستان د اقتصادي او مالي ستونزو د هواري لپاره د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره روانې خبرې د تېلو د بیو له لوړېدو سره تړاو نه لري.

په پاکستان کې اوسمهال د یو لیټر ډیزلو بیه شاوخوا ۲۵۰ او د پېټرولو هغه ۲۶۳ روپۍ ده.

په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې یوشمېر ټرانسپورټرانو مشال راډیو ته ويلي چې په ځینو پمپونو کې خو پېټرول او ډیزل له اصلي قیمته په دوه چنده لوړ نرخ یعنې شاوخوا ۵۰۰ روپۍ في لیټر خرڅېږي.

د پاکستان د تېلو د ټانکرو ټولنې یو مشر خانزاده مسید هم وايي چې د پېټرولو پمپونو مالکان تېل زېرمه کوي چې له کبله یې مصنوعي کمښت او بحران زېږېدلی دی.

خو د پمپونو مالکان وايي چې د پخوا په څېر له اړتیا سره سم پېټرول او ډیزل نه ورکول کېږي چې له کبله یې ستونزې پیدا شوې دي.

د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۲۹مه د پېټرول، ډيزلو او خاورو تېل قیمته کړي ول. د خزانې وزیر اسحاق ډار د هغه اعلان پر وخت ويلي ول چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې د تېلو په ذخیره کولو "مصنوعي بحران" پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG