د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په فرانکفورټ کې پر خپله قونسلګرۍ "حمله غندلې" ده


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له جرمني څخه په برید کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده - پخوانی انځور.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له جرمني څخه په برید کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده - پخوانی انځور.

پاکستان ویلي دي چې د جرمني په فرانکفورټ کې پر خپله قونسلګرۍ د "سختدریځو د یوې ډلې د حملې" او د هغې ودانۍ د "امنیت په ساتلو کې د جرمن چارواکو د پاتې راتګ کلکه غندنه" کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۱مه په بیان کې ویلي دي چې د سفارتي اړیکو په اړه د ۱۹۶۳ز کال د ویانا کنوېنشن له مخې، کوربه هېواد د سفارتي ودانیو د حریم "د تقدس" ساتلو او "د ډېپلوماټانو د امنیت باوري کولو ذمه وار" وي.

بیان وايي چې د جولای ۲۰مې په پېښه کې په فرانکفورټ کې د پاکستان د قونسلګرۍ "امنیت مات" شو چې ورسره په ودانۍ کې د موجودو کارکوونکو "ژوند له ګواښ سره مخامخ" شو.

وزارت ویلي دي چې د جرمني حکومت "ته سخت احتجاج" کوي او له برلېنه غواړي چې د "ویانا کنوېنشنونو له مخې دې د خپلو مسوولیتونو ترسره کولو لپآره سمدستي" اقدامات وکړي او په جرمني کې دې د پاکستان د "سفارتي ماموریتونو او پکې د کارکوونکو امنیت باوري" کړي.

بیان زیاتوي چې اسلام اباد له جرمني غواړي چې د جولای ۲۰مې په پېښه کې د ککړو کسانو د "ګرفتارولو او ورباندې مقدمې چلولو" په برخه کې دې "سمدستي اقدامات" وکړي او د قونسلګرۍ "په امنیت کې دې له غفلت کوونکو سره حساب" وکړي.

د جرمني حکومت لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان او په فرانکفورټ کې د پاکستان پر قونسلګرۍ د حملې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په بیان کې دا نه ده روښانه کړې چې پر قونسلګرۍ حمله چا او ولې کړې او نوعیت یې څه وو.

خو د پاکستان د جیو نیوز ټېلېوېژن او آج نیوز ټېلېوېژن په ګډون یوشمېر رسنیو پر ټولنیزو شبکو د یوې ویډیو تر خپرېدو وروسته دعوه وکړه چې "افغان وګړي" د قونسلګرۍ په ودانۍ ورننوتي دي.

پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې پکې ښکاري چې یو کس یوې ودانۍ ته ورداخلېږي او هلته د پاکستان بیرغ ښکته کوي. د هغه کس شاته یوشمېر نور کسان هم ولاړ دي چې د افغانستان درې رنګه بیرغونه ورسره دي.

خو مشال راډیو په خپلواکه توګه پر ټولنیزو شبکو د خپرې شوې هغې ویډیو تصدیق نه شي کولای.

البته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جرمني څانګې دعوه کړې ده چې د "پاکستان حکومت یې د سوله ییزو مظاهرو د ګډوډولو هڅې" کوي.

غورځنګ د جولای پر ۲۱مه سهار وختي پر فېسبوک او اېکس (ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان په ګډون په اروپا او امریکا کې د غورځنګ د مرکزي شورا پر پخواني غړي او ولسي شاعر ګیله من وزیر د برید پرضد "سوله ییزې مظاهرې" کوي خو د خپلو غړو او پلویانو "امنیت ته اندېښمن دي" ځکه چې "د پاکستان حکومت" یې د احتجاجونو "د ګډوډولو هڅې" کوي او پکې "د تاوتریخوالي پارولو لپاره خپل اېجنټان او جاسوسان ورداخلوي."

پي ټي اېم په بیان کې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي خو دا یې ویلي دي چې د جولای پر ۲۰مه په فرانکفورټ کې د وزیر د وژنې پر ضد د مظاهرې پر مهال د "پاکستان قونسلګرۍ کارکوونکو" د ودانۍ "ور (دروازه) خلاصه پرېښې وه او د مظاهرې ویډیو یې ثبتوله چې ورڅخه ښکاري چې دا هر څه د یو پلان له مخې کېدل."

بیان وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګه په هغه ځای کې د "ټکر په مخنیوي وتوانېده او وضعیت یې کنټرول وساته."

بیان زیاتوي چې پي ټي اېم "یو سوله ییز غورځنګ دی چې په کلکه د تشدد مخالفت کوي."

ګیله من وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې تر ټپي کېدو څلور ورځې وروسته سا ورکړه.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین وايي چې د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو ګيله من وزير په لرګیو پر سر وهلی وو.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري. هغه لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د اسلام اباد پولیس وايي چې پر ګیله من وزیر یې د برید مقدمه دایره کړې او پلټنې دوام لري البته لا یې څوک نیولي نه دي.

د پاکستان او افغانستان په ګډون په مختلفو هېوادونو کې سیاستوالانو، فعالانو، لیکوالانو او هنرمندانو د ګیله من وزیر پر مړینه خپګان وښود او پر هغه یې د برید پرضد مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG