د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په لبنان کې د اسراییلیو حملو "سخته غندنه" کړې ده


یو ماشوم په بیروت کې تر اسراییلي برید وروسته ړنګې ودانۍ ته ګوري - د سېپټېمبر ۲۸مې انځور.
یو ماشوم په بیروت کې تر اسراییلي برید وروسته ړنګې ودانۍ ته ګوري - د سېپټېمبر ۲۸مې انځور.

پاکستان په منځني ختیځ کې د اسراییلو د "زیاتېدونکې مهم جویۍ سخته غندنه" کړې ده او ویلي یې دي چې "پر ولسي وګړو" د اسراییلو "قهرجنې حملې او د نړیوال قانون پرواه نه کول تر خطرناک حده رسېدلي" دي.

د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۲۹مه په بیان کې ویلي دي چې "اسراییلیو ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د لبنان د حاکمیت د نه منلو وړ سرغړونه" کړې ده او د "ولسي ابادیو پر مرکزونو یې ناتاره" حملې کړې دي چې دا د هغه هېواد "امنیت او ثبات کمزوری" کوي.

بیان وايي چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په لبنان کې د حزب الله د مشر حسن نصر الله وژنه په "وار له مخه ناکراره سیمه کې کړکېچ لا پسې زیات" کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې زیاته کړې ده چې پاکستان د "ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې اسراییل په سیمه کې له مهم جویۍ او د نړیوال قانون له سرغړونو منع کړي او په منځني ختیځ کې سوله بحاله" کړي.

پاکستان دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. اروپايي ټولنې یوازې د حزب الله پر نظامي څانګې بندیز لګولی دی.

اخوا د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې د ایران پلوې حزب الله د مشر حسن نصر الله وژنه "په راتلونکو کلونو کې په سیمه کې د ځواک د توازن بدلولو" لپاره اړین اقدام وو.

نتنیاهو د نصر الله تر وژنې وروسته په خپل لومړي بیان کې پر نوموړي تور پورې کړی دی چې د نورو هېوادونو د سلګونو وګړو ترڅنګ یې ګڼ اسراییلیان وژلي دي او د ایران "خطرناکه نفوذ" یې زیاتاوه او د هغه هېواد "تګلارې یې پرمخ" لېږدولې.

په همدې حال کې ایرانیو چارواکو ویلي دي چې د هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي یې له سختو امنیتي تدابیرو سره خوندي ځای ته انتقال کړی دی.

هلته په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت د سېپټېمبر پر ۲۸مه په یو لیک کې د ۱۵ کسیزې امنیت شورا د بیړنۍ غونډې دایرولو غوښتنه کړې ده.

په لبنان کې وضعیت پر داسې وخت لا خراب شوی دی چې په غزې کې د اسراییلو د جګړې شاوخوا یو کال په پوره کېدو دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG