د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرتضا سولنګي وايي حکومت یې تر اکتوبر وروسته بې اسناده افغانان "په زور" له پاکستانه باسي


په پېښور کې افغانې کورنۍ هېواد ته د ستنېدو لپاره کډې باروي -پخوانی انځو.
په پېښور کې افغانې کورنۍ هېواد ته د ستنېدو لپاره کډې باروي -پخوانی انځو.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر مرتضا سولنګي ویلي دي چې په هغه هېواد کې زیاتره بې اسناده خلک افغان کډوال دي چې حکومت یې په هېڅ صورت ورته هلته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې (ای او اېم) له اسلام اباده غوښتي دي چې د هغو ټولو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخامخېږي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي دي چې افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.

هلته د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په پېښور او کوټه کې د جلا، جلا غونډو پر مهال له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غندلی دی.

مرتضا سولنګي وايي حکومت یې بې اسناده خلکو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي - پخوانی انځور.
مرتضا سولنګي وايي حکومت یې بې اسناده خلکو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي - پخوانی انځور.

مرتضا سولنګي د اکتوبر پر اوومه د پاکستان د اردو ژبې له ډان نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په هغه هېواد کې ټول ۱۷ لکه بې اسناده او ناقانونه خلک اوسي چې زیاتره یې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته ورغلي دي. "په دوی کې ځینې خلک دي چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې، ځینې یې په غیرقانوني توګه را دننه شوي او دلته دي. نو بېلابېل خلک دي. پاکستان پر خپله خاوره یوازې هغو خلکو ته د اوسېدو اجازه ورکوي چې موږ ورته د اوسېدو قانوني حق ورکړی وي، یا هم زموږ هېوادوال وي."

سولنګي وویل، بې اسناده افغانان او نور خلک دې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي. د ده په خبره، تر هغې وروسته به اسلام اباد هغه وګړي "په زور" له هېواده باسي.

سولنګي په مرکه کې زیاته کړه چې د پاکستان حکومت به د هغو افغانانو پرضد هم اقدام کوي چې د هغه هېواد شناختي کارډونه (تذکرې) او پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه کړې ده.

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې له پاکستانه د افغانانو په زور خپل هېواد ته ستنول د هغوی ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

کمېشن وايي چې د کډوالو تګ باید په خپله خوښه وي او زیاتوي چې د پاکستان لپاره به دا بهتره وي چې کډوال راجسټر کړي او ورته د هېواد د نورو وګړو په څېر حقونه ورکړي.

اخوا د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر اوومه په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې پوښتنه وکړه چې چې په پاکستان کې نور خلک هم په ناقانونه توګه ژوند کوي نو حکومت یوازې پښتنو ته ولې لاس اچولی دی؟

د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د نوموړي څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې یوازې هغه کسان نیسي چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

اسلام اباد له افغانانو پرته، نورو بې اسناده کسانو ته هم د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې غونډې ته په وینا کې پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغان کډوالو جایدادونه ضبط کړي او هغوی په زور له پاکستانه وباسي.

اڅکزي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې او د اکتوبر پر اوومه پولیسو ۱۱۶ افغانان نیولي دي.

د کوټې یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې هلته یې د مېشتو ۲۴،۰۰۰ افغانانو په اړه معلومات ټول کړي دي.

تر جمعیت علمای اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو وړاندې عوامي نیشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو او غړو په پاکستان کې د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

دا راز د اکتوبر په لومړیو کې پولیسو له اسلام اباد او راولپېنډۍ۸۰۰ افغان کډوال ونیول چې وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG