د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اضافي بودیجې له لارې د ۱۷۰ اربه روپیو ټیکسونه لګوي


په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې د ګرانۍ له وجې پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې د ګرانۍ له وجې پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر وايي، د پیسو له نړیوال صندوق سره یې د پور د پروګرام بحالۍ لپاره خبرې "په مثبته توګه" پای ته رسېدلې دي او حکومت به په دې برخه کې د ۱۷۰ اربه روپیو نوي ټیکسونه لګوي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

د پاکستان دولتي بانک د فبرورۍ پر دویمه په یوه بیان کې وویل چې ورسره د بهرنیو پیسو زېرمې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د څه باندې درې اربه امریکايي ډالرو کچ ته ښکته شوې دي. اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کېپراخې مظاهرې شوې دي.

د مالیې وزیر اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د یو اضافي بجټ یا بودیجې له لارې ټیکسونه عملي کول غواړي.

ده تایید کړه چې له ای اېم اېفه یې د اقتصادي او مالي پالیسیو د یاداښت مسوده ترلاسه کړې ده.

د پاکستان د خزانې وزیر وویل، حکومت هغه پروګرام عملي کوي چې پخواني وزیراعظم عمران خان په ۲۰۱۹ز او ۲۰۲۰ز کال کې لاسلیک کړی وو.

ډار وویل، د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېتلافي حکومت له ای اېم اېف سره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

د ده په خبره، د ۱۷۰ اربه روپیو مالیې باید په راتلونکو میاشتو کې ترلاسه شي او دا چې د ای اېم اېف اصلاحات د هېواد په ګټه دي. ډار زیاته کړه چې حکومت یې د پیسو نړیوال صندوق ته د اصلاحاتو د عملي کولو ډاډ ورکړی دی.

په پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ پیلېږي او د جون تر پایه روان وي. حکومت عموماً په مې یا جون کې د نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي خو په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي مشکلاتو له کبله تر وخت مخکې اضافي بودیجې هم منظورې کړې دي چې له لارې یې نورې مالیې لګولې دي.

د پاکستان د مالیې وزیر دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د هغه هېواد او ای اېم اېف ترمینځ د پورونو د پروګرام بیاژوندي کولو په اړه خبرې بې له نتیجې پای ته ورسېدې.

د مالي چارو وزارت سېکرټر حامد یعقوب د فبرورۍ پر نهمه رسنیو ته وویل، دواړه خواوې پر یوشمېر موضوعاتو لا نه دي سلا شوې نو ځکه وخت ته اړتیا لري.

د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ خبرې د جنورۍ له ۳۰مې راهیسې روانې وې.

تمه کېده چې هغه نړیواله اداره به د خبرو په پای کې پاکستان ته د پور ۱.۱ اربه ډالرو بل قسط ورکړي خو داسې و نه شول.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي،د اقتصادي ستونزو د هواري په برخه کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG