د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان يو ځل بيا په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو" پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده


د تحریک طالبان پاکستان یوشمېر وسلوال په شوال کې له یو سړکه تېرېږي - پخوانی انځور.
د تحریک طالبان پاکستان یوشمېر وسلوال په شوال کې له یو سړکه تېرېږي - پخوانی انځور.

پاکستان یو ځل بیا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د "پټنځایونو" لرونکو "ترهګرو" پرضد اقدام وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د اګست پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ وروستی رپورټ د اسلام‌ اباد هغه دریځ تاییدوي چې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون هغه ترهګرې ډلې په افغانستان کې ځالې لري چې د پاکستان امنیت ګواښي."

هغې وویل چې د امنیت شورا په رپورټ کې دا هم راغلي چې ټي ټي پي په یو "پراخ سیمه ییز ګواښ او یا هم د نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ په یو چتر بدلېدای شي."

بلوڅې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت دې "د هغو ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول، د ټي ټي پي پرضد سمدستي، اغېزناکه او پیاوړی اقدام وکړي."

د طالبانو حکومت لا د نوموړې د څرګندونو او دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه نه شته، هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دا چې د ټي ټي پي وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

ممتاز زهرا بلوڅې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ د جولای پر ۲۲مه په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.

په رپورټ کې پر په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودګۍ یادونه هم شوې وه او پکې راغلي ول چې د ملګرو ملتونو "غړي هېوادونه له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ په اړه لویه اندېښنه لري" او دا چې "په پاکستان کې د ټي ټي پي فعالیتونه زیات" شوي دي.

د هغه رپورټ جزییات د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه تر خپرېدو شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په رسنیو کې خپاره شوي ول چې هم هغه وخت د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رد کړ او و یې ویل چې رپورټ د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

نوموړي طلوع نیوز ټېلېوېژن ته وویل چې داعش ډله یې "ځپلې" او نورې ډلې لکه "القاعده او ټي‌ ټي‌ پي" چې د امنیت شورا کمېټۍ یې یادونه کړې، په افغانستان کې حضور نه لري.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړی، خو هغوی دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG