د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور جرګه: قبايلي سيمو کې دې د پوځي عملياتو پر ځای سوداګرۍ ته وده ورکړل شي


د سېپټېمبر پر ۲۵مه "قبايلي امن جرګې" ته د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمان وينا کوي.
د سېپټېمبر پر ۲۵مه "قبايلي امن جرګې" ته د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمان وينا کوي.

په پېښور کې د جماعت اسلامي تر انتظام لاندې جوړې شوې "قبايلي امن جرګې" د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د خيبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې دې د پوځي عملیاتو پر ځای تجارت ته وده ورکړي او له افغانستان سره دې د سوداګرۍ لارې پرانېزي.

د سېپټېمبر پر ۲۵مه په هغه جرګه کې د جماعت اسلامي د مشرانو تر څنګ سیاستوالانو، قبایلي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

يوشمېر مشرانو جرګې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې تجارتي لارې پرانیستې وساتل شي ځکه چې د قبایلو د اقتصادي ودې لپاره تر دې بله "غوره لاره" نه شته.

د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمان په خپله وينا کې وویل چې د پاکستان د حکومت له خوا په ۲۰۱۴ز کال کې پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته د ترهګرۍ پر ضد د جوړې شوې تګلارې "نيشنل اېکشن پلان" په بشپړ ډول "نه عملي کېدو" له امله ستونزې جوړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې په هغه پلان کې د وسلوالو پر ضد د کاروايانو ترڅنګ په جنګ ځپلو سیمو کي د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو له امله د اغېزمنو شويو سيمو د بیارغونې کارونه او ولس ته د روزګار، تعليم او لوبو فرصتونه برابرول هم شامل ول، خو د هغه په وينا، هغه چارې سمې نه دي ترسره شوې.

په پېښور کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د شوې "قبايلي امن جرګې" ګډونوال.
په پېښور کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د شوې "قبايلي امن جرګې" ګډونوال.

د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا امیر پروفیسر محمد ابراهیم تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د "قبايلي امن جرګې" يوه تر ټولو لویه غوښتنه امنیت او په قبايلي ضلعو کي د پوځ پر ځای ولسي حکومت او ځايي انتظامیې ته واک ورکول ده.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو ۲۰ کلونو کي د پوځي عملیاتو له لارې په قبايلي ضلعو کي "امن نه دی قایم شوی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان کړی وو.

پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو پرضد جرګې او احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي چې نه یوازې پکې خلکو ته زیانونه رسېدلي بلکې ورسره امنیت هم نه دی راغلی.

خلکو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد تګلارې بدلې کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ لا په پېښور کې د شوي هغې جرګې د غوښتنو او اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي دي چې د ترهګرۍ ختمولو او امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره يې د قبايلي سيمو په ګډون يې په ټوله خيبر پښتونخوا کې د وسلوالو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG