د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: پوځي عملیات به د قبایلي ضلعو لپاره ورانوونکې پایلې ولري


مولانا فضل الرحمان د جون پر ۲۷مه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال.
مولانا فضل الرحمان د جون پر ۲۷مه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند پر بلنه يوې قبایلي جرګې او جماعت اسلامي د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت کړی دی.

په پېښور کې د قبایلي ضلعو د ولسي مشرانو جرګې د جون پر ۲۷مه وویل چې نور په خیبر پښتونخوا کې هېڅ ډول عملیات نه مني.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له جرګې وروسته د خبري غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې ولسي مشران دریځ لري چې عملیات به د قبایلي ضلعو لپاره ورانوونکې پایلې ولري نو ځکه یې ردوي. "قبایلي جرګې د عزم استحکام په نوم اپرېشن (عملیاتو) باندې بې قراري ښکاره کړه، عدم اعتماد یې ورباندې ښکاره کړ او دا یې نه يوازې مسترد کړل بلکې دا یې عدم استحکام وګرځاوه، دا عزم استحکام نه دی."

د قبايلي جرګې ګډونوالو وویل چې حکومت دې د ترهګرۍ او ناامنۍ ختمولو لپاره سوله ییزې لارې ولټوي.

په همدې حال کې جماعت اسلامي هم د نویو پیلېدونکو عملیاتو مخالفت کړی دی. د هغه ګوند د خيبر پښتونخوا مرستيال مشر عنایت الله د جون پر ۲۸مه په پېښور کې له خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې پر پوځي عملیاتو سربېره ناامني نه ده ختمه شوې بلکې خلکو ته یې تاوان اړولی دی نو ځکه دې عملیات نه کېږي.

تر دې مخکې د جون پر ۲۶مه، په پېښور کې "قبايلي امن جرګې" او په شمالي وزيرستان کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او ولسونو مشرانو د "عزم استحکام" په نوم د نویو پوځي عملیاتو پرېکړه رد کړې وه. هغه جرګه په خیبر پښتونخوا کې واکمن پاکستان تحریک انصاف وربللې وه چې پکې د بېلا بېلو قبايلي سيمو سياسي او قبايلي مشرانو ګډون کړی وو.

د جرګې کوربه او له خيبر ضلعې څخه د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي مشال راډیو ته ویلي ول چې په قبايلو کې تر دې وړاندې د شويو عملياتو په نتيجه کې لسګونه زره کسان بې کوره شول او تر اوسه د اغېزمنو د ورانو شويو کورونو او دوکانونو معاوضې لا نه دي ورکړل شوي.

وروسته جرګې په متفقه توګه د عزم استحکام په نوم د نویو پوځي عملياتو پر ضد پرېکړه ليک منظور کړی وو.

د جون پر ۲۳مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سیاسي ګوندونه دې د "عزم استحکام" عملياتو په اړه ځکه اندېښنه نه کوي چې دا د پخوانيو هغو په څېر نه دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د عملياتو پر مهال به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان، کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې، جرګې، جلسې او احتجاجي ناستې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په بېلابېلو سیمو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

خو په هغه هېواد کې بېلابېلو ګوندونو او پوهانو په بیا بیا انتقاد کړی دی چې د ترهګرۍ ضد تګلاره په بشپړ او سم ډول نه ده عملي شوې چې له وجې یې ناامني زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG