د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو پمپونو او د سامان وړونکو ګاډو ټولنو کاربنديز کړی دی


د جولای پر پینځمه په پېښور کې پر تړل شوي پمپ د ټیکس ضد شعارونه لیکل شوي دي.
د جولای پر پینځمه په پېښور کې پر تړل شوي پمپ د ټیکس ضد شعارونه لیکل شوي دي.

په پاکستان کې د پېټرول پمپونو د مالکانو ټولنې او په بلوچستان کې د سامان لېږدوونکو ګاډو اتحادیې احتجاجي کاربنديز کړی دی.

د پېټرول پمپونو مالکانو ټولنې (پاکستان پېټرولییم ډیلرز اسوسيېشن) په اعلان د جولای پر پینځمه په سیند او بلوچستان کې زیاتره شخصي پمپونه تړلي دي او په خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام اباد کې ځینې شخصي پمپونه بند دي خو دولتي او نور پمپونه پرانیستي دي.

په کراچۍ کې د ټولنې مشر عبدالسميع خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت پر پېټرول پمپونو ۰.۵ فیصده ټیکس لګولی دی چې دا نه مني. هغه وویل که حکومت دا پرېکړه بېرته وا نه خلي نو پمپونه تر اوږدې مودې پورې تړي.

اخوا په سیند او بلوچستان کې د تېلو دولتي شرکت (پي اېس او) پمپونه خلاص دي چې ورباندې ګڼه ګوڼه زیاته ده.

حکومتي چارواکود ټیکس بېرته اخیستو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان د تېلو چارو وفاقي وزیر مصدق ملک ویلي دي چې حکومت د اتحادیې له مشرانو سره په تماس کې دی او ډېر ژر به دا ستونزه هواره کړي.

په بلوچستان کې د سامان وړونکو ګاډو احتجاج

په همدې حال کې په بلوچستان کې د سامان وړونکو ګاډو اتحادیې (بلوچستان ګوډز ټرانسپورټرز اسوسيېشن) مشرانو د وفاقي حکومت هغې فیصلې پر ضد احتجاج پیل کړی دی، چې له مخې یې لویې لارۍ له ټاکلې اندازې زیات بار نه شي لېږدولای.

د ټولنې یو مشر سهېل خان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د دې پرېکړې له امله یې ډرېوران په پنجاب کې ځورول کېږي، نو ځکه یې په صوبه کې د ټرکونو بارول بند کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لویو لارو ادارې (نیشنل های وې اتارټي یا اېن اېچ اې) د ټرافیکي پولیسو مشر سلمان چودري ویلي چې د زیات وزن وړونکو ګاډو پر ضد یې عملیات پیل کړي او ګڼې لارۍ یې له اندازې څخه د زیات بار لېږدولو پر سر جرمانه کړي دي.

هغه وویل چې نور لاریو ته له حده زیات وزن لېږدولو اجازه نه ورکوي. چارواکي وايي چې له حده زیات وزن لرونکي ګاډي سړکونو او لویو لارو ته زیان رسوي.

په عین حال کې د بلوچستان ګڼو سوداګرو د ټرانسپورټرانو د احتجاج ملاتړ اعلان کړی دی.

د پاکستان وفاقي حکومت تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تر ټاکلي حد زیات بار لېږدوونکو لاریو پر ضد عملیات پیل کړل چې اوس هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG