پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر او د هغه مرستیالې ته پر ځانګړو څوکیو ټاکلیو غړو ته د سوګند نه ورکولو له وجې د عدالت د سپکاوي نوټس ورکړی دی.
د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي چې د قاضیانو سید محمد عتیق شاه سید ارشد علي جرګګۍ د اپرېل پر درېیمه پر ځانګړو څوکیو د ټاکل شویو غړو د درخواست اورېدنه وکړه.
اژانس وايي، د درخواست ورکوونکو وکیل عدالت ته وویل چې د اسمبلۍ سپیکر او د هغې مرستیالې د سوګند په اړه د های کورټ د مارچ ۲۷مې امر سرغړونه کړې ده.
د پاکستان رسنۍ وايي چې هغو غړو د اپرېل پر دویمه درخواست ورکړی وو چې پکې یې له های کورټه غوښتنه کړې ده چې د عدالت د سپکاوي پر سر دې سپیکر بابر سلیم سواتی او د هغه مرستیاله ثریا بي بي د دندو لپاره نااهله کړي.
د اپرېل درېیمې تر اورېدنې وروسته دوه کسیزه جرګګۍ سپیکر او ډېپټي سپیکرې ته امر وکړ چې راتلونکې اورېدنې ته دې حاضر شي او خپل سپیناوی دې وکړي. د پاکستان دولتي اژانس دا نه دي ویلي چې راتلونکې اورېدنه کله کېږي.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ځانګړو څوکیو ترلاسه کوونکو د سوګند نه کېدو له وجې د اپرېل پر دویمه په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د سېنېټ څوکیو لپاره انتخابات هم وځنډول چې په غبرګون کې یې د صوبې اعلاوزیر او د تحریک انصاف ګوند مخکښ سیاستوال علي امین ګنډه پور د احتجاجونو اعلان وکړ.
پېښور های کورټ د مارچ پر ۲۷مه تر دوه ورځنۍ اورېدنې وروسته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر ته امر کړی وو د ځانګړو څوکیو ترلاسه کوونکو غړو ته دې سوګند ورکړي.
مخالفه ګوندونو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کي د ښځو او اقلیتونو پر څوکیو ۲۵ غړو ته د سوګند نه ورکولو پر معامله پېښور های کورټ ته درخواست ورکړی وو.
د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او مذهبي لږکیو لپاره ځانګړې څوکۍ وې چې تر انتخاباتو وروسته هر ګوند ته د هغوی ګټلو څوکیو په تناسب ورکول کېږي.
د تحریک انصاف سیاستوالانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ازادو کاندیدانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد کونسل ورګډ شول.
خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو شریک کړی.
کمېشن داراز ویلي دي چې سني اتحاد شورا په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هېڅ غړی نه لري. هغې خپلواکه دولتي ادارې وویل چې د همدې پر اساس په قامي او صوبايي اسمبلیو کې ځانګړې څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکوي.
تحریک انصاف د کمېشن د پرېکړې پر ضد پېښور های کورټ ته هم درخواست ورکړی وو چې عدالت رد کړ او و یې ویل چې سني اتحاد شورا پر ټاکلي وخت د خپلو نوماندانو نوملړ کمېشن ته نه وو ورکړی نو ځکه څوکۍ نه شي ترلاسه کولای.
د تحریک انصاف پلویانو په انتخاباتو کې په اسمبلۍ کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړ او د ګوند نوماندان یې د سپیکر او د هغه د مرستیالې په توګه منتخب کړل. هغه ګوند داراز په صوبه کې حکومت هم جوړ کړ.
د قانون له مخې سپیکر او ډېپټي سپیکر باید په بې طرفۍ د اسمبلۍ چارې وچلوي.