د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د افغان هنرمندانو نه ایستلو او نه ځورولو امر کړی دی


د پېښور های کورټ د ودانۍ مخې ته وکیلان او ولسي خلک ناست دي ـ پخوانی انځور.
د پېښور های کورټ د ودانۍ مخې ته وکیلان او ولسي خلک ناست دي ـ پخوانی انځور.

پېښور های کورټ په پاکستان کې د مېشتو افغان هنرمندانو د نه ایستلو او نه ځورولو حکم کړی دی.

عدالت د جون پر ۲۰مه، چې د کډوالو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، پولیسو او امنیتي ادارو ته امر وکړ چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې پاکستان ته ورغلي افغان هنرمندان نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په پېښور کې مېشتو ځینو افغان هنرمندانو له پېښور های کورټه غوښتي ول چې حکومت دې یې په زور افغانستان ته نه ستنوي.

په پېښور کې د هنرمندانو د ټولنې مشر او د افغان هنرمندانو استازي ډاکتر راشد احمد خان مشال راډیو ته وویل ۱۴۷ افغان هنرمندانو د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پېښور های کورټ ته غوښتنلیک ورکړی وو. "شپږ اووه میاشتې مخکې چې پاکستان غوښتل ټول افغان کډوال له پاکستانه وباسي نو موږ پېښور های کورټ ته قضیه وړاندې کړه. پرون عالي محکمې په رسمي ډول پرېکړه وکړه چې سندرغاړي دې نور نه ځورول کېږي."

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د امنیتي، اقتصادي او هنري ستونزو له امله ګڼ افغان هنرمندان پاکستان ته کډه شوي دي.

هنرمندانو عدالت ته په ورکړي خواست کې ویلي ول، چې که په زور ولېږدول شول نو ژوند ته یې ګواښ پېښېدای شي.

په پېښور های کورټ کې په دایر شوي یو بل درخواست کې ۱۷ نرښځیانو هم ورته غوښتنه کړې ده.

هنرمندانو د عدالت د جون ۲۰مې د پرېکړې هرکلی دی. په پېښور کې مېشت هنرمند احمد ګل تر پرېکړې وروسته وویل، "های کورټ فیصله وکړه چې سندرغاړي او د موسیقۍ د برخې ټول کارکوونکي، تر هغو چې د پناه غوښتنې قضيې یې خلاصېږي، دلته اوسېدلی شي."

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د پاکستان د پوځ وياند د مې پر اوومه د خبرې غونډې پر مهال ويلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسناده کډوالو د ايستلو تر اعلان وروسته د اپرېل تر پایه ۵۶۳،۶۳۹ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي خو لا هم سلګونه زره په پاکستان کې مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پر عمل د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو يوشمېر سازمانونو نيوکې کړې وې.

البته د پاکستان حکومت د راجسټرو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۳۰مې پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG