د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم ليګ (ن) له انتخاباتي کمېشنه د نوماندانو د نومليکنې مودې غځولو غوښتنه کړې


په پاکستان کې د انتخاباتي کمېشن مرکزي دفتر ـ پخوانی انځور
په پاکستان کې د انتخاباتي کمېشن مرکزي دفتر ـ پخوانی انځور

پاکستان مسلم ليګ (ن) له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو لپاره دې د کاندیدانو د نومليکنې موده وغځوي.

د هغه ګوند د مرکزي انتخاباتي څانګې مشر سېنېټر اسحاق ډار د ډېسېمبر پر ۲۱مه د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته په لېږدولي ليک کې ويلي چې دا موده دې دوه ورځې نوره يعني د ډېسېمبر تر ۲۴مې وغځول شي چې په وينا يې دا ډول ټول نوماندان په بشپړ ډول خپله نومليکنه وکړای شي.

ليک زياتوي، د نوماندانو له خوا د انتخاباتو لپاره له کاغذانو جمع کولو سره د بېلابېلو سرکاري ادارو د "نه اعتراض ليکونه" هم په کار وي چې وخت ته اړتيا لري، او که اسناد بشپړ نه شي نو د نومليکنې کاغذونه رد کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن لا تر اوسه د نوموړي غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه په پاکستان کې په انتخاباتو کې د برخې اخیستنې لپاره د نوماندانو د کاغذونو د جمع کولو درې ورځنی بهیر رسماً پیل شو.

د ټاکنو کمېشن د مهالوېش له مخې، په هره ضلع کې ډېپټي کمېشنر د ریټرننګ یا د انتخاباتي چارو افسر په حیث کار پر مخ وړي.

کمېشن وايي، د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوماندانو نوملړ خپرېږي او د ډېسمبر له ۲۴مې تر۳۰مې د هغوی د درخواستونو کره کتنه کېږي.

کمېشن وايي چې د جنورۍ له درېیمې څخه تر ۱۰مې پورې به نوماندان کولای شي چې د ریټرننګ افسر د پرېکړې پرضد درخواست وکړي او د جنورۍ پر ۱۱مه به د امیدوارنو وروستی نوملړ خپرېږي.

هغه خپلواکه اداره وايي چې د جنورۍ پر ۱۳مه د ګوندونو او نوماندانو انتخاباتي نښې اعلانوي او تر دې وروسته به د انتخاباتي کیمپېن تر بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر اتمه انتخابات کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال کې د فبرورۍ اتمې عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۶ څوکیو کېږي.

داراز به د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره پر۱۱۵، د پنجاب لپاره پر۲۹۷، د سیند لپاره پر ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ لپاره پر۵۱ څوکیو انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG