د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي کراچۍ کې یې د ایران پلوې زینبیون ملېشې غړی نیولی دی


د پاکستان امنیتي ځواکونو سرتېري د ایران پولې ته نېږدې ګزمه کوي، شا ته یې د ایران بیرغ رپېږي - پخوانی انځور.
د پاکستان امنیتي ځواکونو سرتېري د ایران پولې ته نېږدې ګزمه کوي، شا ته یې د ایران بیرغ رپېږي - پخوانی انځور.

د سیند د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په ۲۰۱۹ز کال کې پر نومیالي دیني عالم مفتي تقي عثماني د برید په تړاو د سید محمد مهدي په نوم د یو کس د نیولو دعوه کړې ده او ویلي یې دي چې هغه د ایران پلوې زینبیون برېګېډ یا ملېشې غړی دی.

سي ټي ډي د جنورۍ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې مهدي یې د کراچۍ ښار له سولجر بازاره په عملیاتو کې نیولی دی.

بیان زیاتوي چې هغه به د ایران د استخباراتي ادارو لپاره په کراچۍ کې ديني عالمان په نښه کول.

د سي ټي ډي د کراچۍ مشر خرم وارث مشال راډیو ته وویل چې نوموړی په ایران کې روزل شوی وو. "سید محمد مهدي پاکستانی وګړی دی خو تربیت یې له ګاونډي هېواده ترلاسه کړی دی، د زینبیون برېګېډ غړی دی، په کراچۍ کې پر مفتي تقي عثماني د حملې په ګډون په ډېرو بریدونو کې ککړ دی."

وارث زیاتوي چې د هغه دوه نور ملګري سید رضا جعفري او عابد رضا هم په هدفي بریدونو کې ککړ دي.

زینبیون ملېشې لا د مهدي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۱۹ز په مارچ کې د نومیاتي مذهبي عالم مفتي تقي عثماني د ګاډو پر کاروان په وسلوال برید کې د هغه دوه ساتونکي وژل شوي ول او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول، خو نوموړی له هغه بریده روغ وتلی وو. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د کراچۍ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د مهدي د نیولو خبر پر داسې مهال ورکړی دی چې د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له برید راهیسې ترینګلي دي.

د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.

ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې یوه ښځه له کور بهر ناسته ده او کار کوي. ایران په هم هغه سیمه کې د جیش العدل پر مرکز د برید خبر ورکړی وو - د جنورۍ ۱۸مې انځور.
د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې یوه ښځه له کور بهر ناسته ده او کار کوي. ایران په هم هغه سیمه کې د جیش العدل پر مرکز د برید خبر ورکړی وو - د جنورۍ ۱۸مې انځور.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.

پر هم هغه ورځ د پاکستان پوځ په يو بيان کې وویل په برید کې یې بې پیلوټه الوتکې، توغندي او نورې وسلې کارولې دي او پکې یې یې د بېلتونپاله بلوچستان لېبرېشن ارمي او بلوچستان لېبرېشن فرنټ یا جبهې پټنځایونه په نښه کړي دي.

ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته وکړه چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.

تهران تر هغې حملې وروسته له پاکستانه د جیش العدل پرضد د اقدام غوښتنه کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه برید غندلی وو او ورته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي.

خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې په غونډه کې وویل چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې اړیکې یې د پاکستان "د فضايي حریم تر سرغړونې" مخکېني حالت ته ستنې شي.

پر هم هغه ورځ اسلام اباد وویل چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د متقابل باور او همکارۍ په روحیه پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.

په بیان کې راغلي ول چې جیلاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې پر امنیتي مسلو د دواړو هېوادونو ترمینځ د نېږدې همکارۍ اړتیا ده.

په کراچۍ کې خبریال او شنونکي نعمت خان د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو د تازه اقدام موخه دا ده چې اسلام اباد نړۍ ته ښوول غواړي چې تهران یې په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري.

دی وايي، پولیسو او د نورو امنیتي ادارو چارواکو مخکې هم د زینبیون ډلې غړي نیولي دي.

په کراچۍ کې بل خبریال ضیا الرحمان وايي چې زینبیون برېګېډ د شیعه ګانو ډله ده چې په پاکستان کې یې لسګونه شیعه ګان غړي دي.

دی وايي، پر هغې ډلې تور پورې کېږي چې ایران جوړه کړې او هم هغه هېواد یې تمویلوي.

ضیا الرحمان زیاتوي چې د زینبیون ډلې وسلوال په سوریه (شام) کې هم جنګېدلي دي.

تهران رسماً د زینبیون او فاطمیون، چې زیاتره غړي یې په ایران کې مېشت شیعه افغان کډوال دي، په نوم د ډلو د جوړولو او تمویل دعوې نه دي تایید کړې خو د هغه هېواد رسنیو د هغو ډلو وسلوال "د شام د اهل تشیع سپېڅلو ځایونو مدافعان" بلل.

البته ایران په پاکستان یا په نورو هېوادونو کې په ترهګرۍ کې د ککړتیا تور په سختۍ ردوي.

د تحریک طالبان پاکستان د قومندان ګرفتاري

په همدې حال کې د سیند رېنجرز ځواک په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د یو مهم غړي د نیولو دعوه کړې ده.

ځواک د جنورۍ پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې عبدالغفار چې د امجد په نوم هم پېژندل کېږي، یې د خالي (شنبې) پر ورځ د کراچۍ له اتحاد ټاون څخه نیولی دی.

بیان کاږي چې سرتېرو له هغه څخه چوونکي مواد هم ترلاسه کړي دي او دا چې امجد د ټي ټي پي د قومندان محمد علي چې د مفتي خالد په نوم پېژندل کېږي، نېږدې ملګری دی.

رېنجرز ځواک په بیان کې زیاته کړې ده چې امجد له خپلو ملګرو مفتي خالد او داوود چې د ولید په نوم پېژندل کېده، سره د ۲۰۱۱ز کال په اکتوبر کې په کراچۍ کې د عبدالله شاه غازي پر مزار د برید پلان جوړ کړی وو.

په هغه حمله کې، چې پولیسو ناکامه کړې وه، دوه سرتېري وژل شوي ول.

ټي ټي پي لا د رېنجرز ځواک د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG