د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو کراچۍ کې تر ۳۰۰ زیات افغانان نیولي دي


د کراچۍ په یوه تاڼه کې یوشمېر ګرفتار افغانان ناست دي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.
د کراچۍ په یوه تاڼه کې یوشمېر ګرفتار افغانان ناست دي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

پولیس وايي، په کراچۍ کې له تېرې اوونۍ راهیسې د نیول شویو افغانانو شمېر تر ۳۰۰ زیات شوی دی.

د کراچۍ د پولیسو ویاند سهېل جوکیو د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۵۵ نور افغانان نیولي دي چې ورسره د سېپټېمبر له نهمې راهیسې د ګرفتارو افغانانو شمېر ۳۱۱ ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سیند ګورنر کامران ټېسوري او د کورنیو چارو وزیر حارث نواز د سېپټېمبر پر ۱۱مه خبریالانو ته وویل چې لنډمهالي وفاقي حکومت د هغو افغانانو هېواد ته د لېږدولو پرېکړه کړې ده چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پولیسو په وینا، د همدې پرېکړې پر اساس یې تازه ګرفتارۍ پیل کړې دي.

خو په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو وکیله منیزه کاکړه وايي چې له تازه ګرفتارو شویو څخه یې ۷۰ فیصده داسې دي چې قانوني اسناد لري.

نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل چې په پاکستان کې د اوسېدونکو زیاتره افغانانو د کډوالۍ د کارډونو موده د جون پر ۳۰مه پای ته ورسېده خو وفاقي حکومت تر دې مخکې د جون پر ۲۰مه په بیان کې اړوندو ادارو او چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې تر بل امر پورې دې افغانان نه نیسي.

د افغانانو وکیله وايي پولیس داسې کسان هم نیسي چې د کډوالۍ کارډونه لري - پخوانی انځور.
د افغانانو وکیله وايي پولیس داسې کسان هم نیسي چې د کډوالۍ کارډونه لري - پخوانی انځور.

کاکړه وايي، تر دې وروسته سیند های کورټ د هم هغې لارښوونې پر اساس ګرفتارو افغانانو ته ضمانتونه ورکړي ول او هغوی یې خوشې کړي ول.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند قيصر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته ویلي ول چې افغان کډوالو د کارډونو مودې غځولو په اړه یې د پاکستانیو چارواکو سره خبرې روانې دي خو تر اوسه څه فيصله نه ده شوې.

په کراچۍ کې د ګرفتارو افغانانو بل وکیل ظاهر شاه وايي، پولیسو د افغان وګړو په نوم د خیبر پښتونخوا او بلوچستان استوګن پښتانه هم نیولي دي او پرضد یې د بهرنیو وګړو له قانون سره سم مقدمې کښلې دي.

خو د کراچۍ پولیس دا تور ردوي او وايي چې د پاکستان شناختي کارډ لرونکي نه نیسي.

په کراچۍ کې مېشت افغانان وايي، د پولیسو تازه اقداماتو د وېرې ښکار کړي دي. په کورنګۍ کې اوسېدونکي یو کډوال شېر اغا مشال راډیو ته وویل چې له کوره بهر نه وځي ځکه وېرېږي چې پولیس به یې ونیسي.

یو بل افغان اختر جان دعوه کوي چې ښځې او ماشومان تاڼو ته لېږدوي او هلته پولیسو ته پیسې ورکوي چې خپلوان یې خوشې کړي.

دی زیاتوي، کله چې افغانان خوشې شي، نو بیا یې د بلې تاڼې پولیس ونیسي.

د کراچۍ پولیسو د افغان کډوالو د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې رشوت نه اخلي او قانوني اسناد نه لرونکي افغانان عدالتونو ته تر وړاندې کولو وروسته هېواد ته ستنوي.

په کراچۍ کې د تېر کال جون راهیسې نېږدې ۳۰۰۰ افغانان پولیسو نیول ول چې ځینې یې د څو میاشتو بند تېرو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. د دې تر څنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو. په وروستیو کې په نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG