د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ۴۱ ضلعو کې له نن څخه د پولیو ضد واکسیني کیمپېن پیل شوی دی


یوه روغتیايي کارکوونکې په پېښور کې ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
یوه روغتیايي کارکوونکې په پېښور کې ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د جولای له لومړۍ څخه د څلورو صوبو په ۴۰ ضلعو او د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په مختلفو برخو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن کېږي.

د پاکستان دولتي راډیو د جون پر ۳۰مه لیکلي چې ټاکل شوې چې روغتیايي کارکوونکي د هغه ځانګړي پینځه ورځني کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۹.۵ مېلیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

راډیو وايي چې کیمپېن د اسلام اباد په خاصو ځایونو، د بلوچستان په ۱۶، د خیبر پښتونخوا په ۱۱، د سیند په اتو او د پنجاب په پینځو ضلعو کې کېږي.

دولتي راډیو وايي چې واکسیني کیمپېن په بلوچستان کې د پولیو زیاتېدونکو پېښو ته په کتو کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام د جون پر ۲۸مه په بیان کې په بلوچستان او سیند کې د ناروغۍ د دوو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ. له دې سره سږ کال په پاکستان کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر اته ته رسېدلی دی.

سږ کال د پولیو ټولې پېښې په بلوچستان او سیند صوبه کې ثبت شوې دي.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په هغه هېواد کې په ۲۰۲۲ز کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ز کال کې یوه او په ۲۰۲۰ز کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG