د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګنډه پور: که وفاق د صوبې پور نه ورکوي نو د ولس په زور به یې ترې واخلو


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور له وفاقي حکومته غوښتي دي چې د صوبې د برېښنا، ګیس او تېلو پیسې دې ورکړي.

نوموړي د مې پر دویمه په پېښور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که داسې و نه شول، نو د ولس په زور به خپل حق ترلاسه کړي.

هغه وویل، "که ته (وفاقي حکومت) دا ګڼې چې زما د ولس په حق نه ورکولو به په اسلام اباد کې په ارام ناست یې، نو دا دې لویه تېروتنه ده. زه د ولس د حق اخیستو ذمه وار یم. د هغه حق د ترلاسه کولو لپاره چې راوځم، نو بیا به له ټول ولس سره راوځم."

ګنډه پور دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې خیبر پښتونخوا صوبه له یوشمېر کلونو راهیسې له لویو مالي مشکلاتو سره مخامخ ده او صوبايي حکومت وايي چې وفاق یې تر ۱۶۰۰ اربه روپیو زیات پوروړی دی.

وفاقي حکومت لا د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خوتر دې وړاندې یې ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا او مرکز تر مینځ د مسایلو د هواري لپاره کمېټه جوړوي چې د دواړو خواوو غړي به پکې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۲مه په پیښور کې د یوې غونډې د مشرۍ پر مهال د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مالیې وزارت چارواکو ته امر وکړ چې په یوه میاشت کې له وفاقه د صوبې د بجلۍ، تېلو او ګیسو پاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره تګلاره جوړه کړي.

د پاکستان د ایین له مخې، وفاقي حکومت باید د اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي. داراز، وفاق باید په یوه صوبه کې د پیدا کېدونکي ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په تېرو وختونو کې د پیسو نه ترلاسه کېدل د صوبې د لویو مالي ستونزو لامل په توګه یاد کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم میا شهباز شریف سره تر لیدو وروسته ویلي ول چې هغه ورته د صوبې د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړی دی.

خو په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي.

XS
SM
MD
LG